سخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشلی شي
دا څه بلا ښکلي دي، دا څه نازکه زړونه دي
پېغله شولې پېغله؛ اننګي دې سره ګلونه شول
سترګې دې او شونډې دې سپرغۍ شیندې اورونه دي
بیا مې بېګاه شپه ستا د ښایست بازار لوټ کړی دی
زه یې لېونی کړم د ځوانۍ یاغي خوبونه دي
سخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشلی شي
وګوره د غره پر کاڼو څومره انځورونه دي
راغلې په سندرو غرنۍ ویالۍ تر کلي بیا
ښکاري پسرلی شو پر ځنګلونو بارانونه دي
وپییه سیپۍ په مرغلین تار کې شمسزیه نن
ژوند یو سمندر ، غم او ښادي په کې موجونه دي.