دا خو ته سمه د ښایست رنګین بازار یې پېغلې
ښکاري پرېوتې د سپوږمۍ له غاړې هار یې پېغلې
د چا د اوښکو باران مسته کړه دا شاړه ځمکه
چې ته یې کاڼو کې شنه شوې لاله زار یې پېغلې
پر ګلابونو کله کله لمدې زلفې څنډه
تنده یې وژنه تنکۍ پرخه د سهار یې پېغلې
د زړه پر پاڼه مې پوره کړه خپل نیمګړی انځور
پلو را پورته کړه همدومره مې په کار یې پېغلې
زما پر مړاوي ژوند تازه رنګونه وغوړوه
ته د جنت  له باغېچو وتې بهار یې پېغلې.