د سپرلي ګل وم د خزان شمال مې نه پېژنده
ما شپه او ورځ هم نه لیده زوال مې نه پېژنده
د زمري خوی مې و ما غر او غرڅه خوب کې لیدل
د لومې سوچ مې سر کې نه و جال مې نه پېژنده
اوس چې ګام اخلمه یو ځل مخکې او وروسته ګورم
څه ماشومتوب و چې ثواب، وبال مې نه پېژنده
دمور له مینې دې سرحد ته مینې راوستمه
خو په نامه دمینې دا جنجال مې نه پېژنده
لکه پښتون چې مې په نه څه ژوند تالا ترخه شو
توره مې پېژنده خو بل کمال مې نه پېژنده