ډال د غلیم مات شه چې دا توره یې بې وروره شي
پرېږده چې زموږ په څېر بې زره او بې زوره شي
خوب وینم یو څوک پر دغه قبر ډیوې بلې کړي
توغ پرې د سر شال کړي ځي ملنګه شي سر توره شي
څومره نښترونو او څېړیو کډه بارکړه ترې
خود به زموږ غرونه بې ابشاره شي بې شوره شي
ستا دا ښکلې سترګې چې خوار خوار کله کاته کوي
سم لکه افغان چې کور یې لوټ شي او بې کوره شي
نور په کې ګلاب ګلاب ځوانۍ شمسزیه نه رېبو
یو ځلي که دغه پښتنه سیمه سمسوره شي.

۲۴/۱/۱۳۸۰ لغمان