هر څه ته شا کړه له هرڅه زما لپاره تېرشه
دنیا فاني ده ددنیا له کاروباره تېرشه
تږی ارمان مې په سینه کې درته لاره څاري
یوه شېبه لکه باران پر دغه لاره تېرشه
کلی به وران وي او ساده وي خو چې زه یم په کې
بس دی راځه د پېښور له ښایسته  ښاره تېرشه
چې مې د زړه کلي ته غږ د امن نه راولي
چې په کې درد ته سکون نه وي له سېتاره تېر شه
بچي یې مار خوړلي ځاله یې توپان ورانه کړه
مرغۍ د ښکار نه ده ښکاري له دغه کاره تېر شه
تاته څه نه ښکاري رګ رګ کې دې جذبې ویښې دي
شمسزیه ګوره د زړه سره له تلواره تېر شه.

۱۱/۸/۱۳۸۰ ارباب روډ پېښور