یار ته حیران یمه چې دغه ماران څنګه ساتي
چې بې اودې په کې زړګې د جانان څنګه ساتي
د یار جبین کې خو یو ستوری هم شپه نه تېروي
دا تر سبا په مخ خالونه اسمان څنګه ساتي
زما د ښار خلکو ته مه کړه د ماتم ګواښونه
ته به یې ګورې چې دا سیمه رحمان څنګه ساتي
بیا ورته کړې په ګودر رقیب غلطه کیسه
دا لېونۍ مینه ایمان په ګومان څنګه ساتي
نورو نېشو نه خو یې وژغوره ځواني په توبو
شمسزی به اوس دا ستا له سترګو نه ځان څنګه ساتي
۱/۶/۱۳۷۹ الینګار، لغمان