څه ستا شوه ساده ګي او څه زما خبرې سپینې
د ستوري په څېر  وځلید اوس راز زموږ دمینې

تر خولې مې ځي راځی درته خو ژبه مې پرې نه اوړي
راځه که مې په زړه کې د پوښتنو تصویر  وینې

لږ صبر چې غوټۍ د اننګیو خو دې ګل شي
په زړه کې مې سګروټې د هوس کړه پرتمینې

ګریوان کې مې راټولې کړې د اوښکو مرغلرې
که ګوندې خدای په لاس راکړي دا ستا زلفې ورېښمینې

راپاتې چې یې تشه افسانه شوه د یادونو
شمسزیه چېرته ورکې شوې هغه شېبې زرینې.

۲/۸/۱۳۷۹ الینګار، لغمان