@ د نجلۍ کرکټر: سلام
شاعر: سلام
تاسو څوک ياست؟
@ زه تاسو پیژنم
بیا هم سلام
څنګه یی؟
@ زه ښه یمه تاسو څنګه یاستی
زه څوک یم او تاسو مې څنګه پیژنی؟
@ ستاسې نوم ستاسې له ادرس سره لیکل شوی دی که نه
ښه تاسو څوک یاست؟
@  (...........)
له کوم ځای نه چټ کوې؟
@ کابل کې هم یمه  او په کراچۍ کې هم
ښه ډېر ښه
@ اوس دلته میلمنه یمه
کابل کې میلمنه یې؟
@ جي
@ هغه (.....) پېژنې؟
هو (....) هغه خو خامخا پېژنم زه د هغوی کور ته هم ورغلی یم مرکه مې ورسره کړې ده ته د هغې څه یې؟
@ ما ستاسو شعرونه ولوستل ته اوس چېرته یې؟
زه په کابل کې یم
@ اوه! زه هم په کابل کې یمه
دا خو ډېره ښه ده
ولې دې ما له ځان سره اډ کړ
@ بخښه غواړم زه پښتو کیبورډ نه لرم
هېڅ پروا نه کوي، زه به درته پښتو ولیکم
@ زه له شاعرانو سره دلچسپي لرم
@ زه د ښو شعرونو لیونۍ یمه
@ ما یوه سي ډي پیدا کړې ده د شعرونو ډېر ښه شعرونه په کې دي
@ مور مې وایي په دونې کم عمر  ولې شعر او شاعري خوښوې
(... جانې) زما ادرس چا درکړ؟
@ دیو ایمیل له ‌‌طریقه مې پیدا کی
@ څه شاعران مې په هوسۍ مجله کې هم پیدا کړل
ښه
@ که خوابدی یاست بیا مو زړه نه بدوم
دا زما د علاقې خبره وه او زه چې له کوم کار سره علاقه پیدا کم بیا ادرس اسانه دی
نه رب دې نه کا، خوشحاله شوم
@ زه یو څلور شپې په کابل کې یم که مو سره ولیدل ښه به سي پلار مې هم همدلته دی ټوله ښه شاعران خوښوي
@ د ټیلفون نمبر مو څو دی؟
( ................۰۷۹۹)
@ مننه
ستا نه هم مننه
@ له ځان سره به یې وساتم
هوکې! زه به هم درسره په تماس کې یم
@ بخښه غواړم زما  سیم کارت د پاکستان دی دلته کار نه ورکوي که ټیلفون مې پیدا کی بیا به درته زنګ ووهم
بس زموږ دغسې نصیب دی نو
ښه کمپیوټر دې له کومه کړو
@ کور کې سته
نو ته خو کابل کې یې!!!!!!!!!!
@ هو!  ډیجیټل استعمالوو
@ زما اکا اوس اوس د انګلستان څخه ښه لیپ ټاپ راوړی دی
هوکې! که مو ټیلفون پيدا کړ پلیز ماته زنګ ووهی
ښه کابل کې انټرنیټ کم دی
@ کم دی پو نه سوم
کم نه دی
ته چېرته کلپ کې یې
@ نه نه زموږ په کور کې خپل نیټ سیسټم دی د ډیجیټل څه مو برابر کړی دی د اکا کور مې دی
مطلب مې دادی چې تاسو له نیټ کیفي نه چټ کوی؟
@ نه نه د کور څخه
ښه، پوی شوم
@ موږ نو تر اوسه نیټ نه دی لیدلی نابلده یو
نه دا مې مطلب نه و داسې مې وایه
@ زما دا ارزو وه چې په کابل به ټول شاعران وګورم، کراچي ډیره لرې ده هلته شاعران کم دي
زموږ افیس ته راشه که نه
@ چېرته
زه به نور ښه شاعران هم میلمانه کړم
پلانی
پلانی
او نور
@ که مو خوا بده نه سي زما د ډیرو کمو شاعرانو شعرونه خوښیږي
@ د درویش دراني مي ښه خوښ دي ،د  شاه سعود او ستاسو شعرونه مي خوښیږي
@ دوني غمونه هم ښه نه وي

د څه غمونه
@ هم محبت می بهی توحید کی قایل هی فراز
@ ایک هی شخص کو محبوب بنا رکها هی

اها،
@ زما د فراز شعرونه خوښیږي
وه کون هی هاهاهاها
@ بل شعر یې هم دی
دا شعر
تم تکلف کو بهی اخلاص سمجتهی هو فراز
دوست هوتا نهی هر هات ملانی والی
@ بس زما د زړه شعر دی ووایه همدا ما هم اوس درته ویل
جی ها کچ هی
@ هو زما او ستا زړونه ډیر سره نږدې دي همدا بیت ما هم ولیکه او تا هم
هو که نه
@ د شاه سعود می دا خوښ دی وایي:
بس تشې زلفې خو دې نه دي چې پریشانه یې کړې
دلته څوک نور هم پرېشان دي ته خبر یې که نه
فراز زما هم خوښ دی
@ فراز خو نو اوچت شاعر دی د ال پاکستان خوښ دی
هو
@ زما داسی سړی خوښیږي چې زما سره د شعر مقابله وکړي
سمه ده خو زما ټایپینګ نه دي زده رو رو لیکل کوم
@ زه خو نو سټوډنټه یمه موږ هره ورځ په کمپیوټر لیکل کوو
د فراز یو شعر دی
سونا هی اس کی شبستان متاسل هی جنت
مهک ادر کی بهی جلوی ادر کی دیکتی هی
@ ډیر ښه دی
@ تاسو اردو مطالعه هم لری

هو اردو مې ډیره لوستې
@ زه د فراز دوه نوي کتابونه لرم تاسو ته به یې درکړم
خواب ګل پریشان هی په نوم
@ یو بل اردو شعر دی :
نه پوچ حال کسی اداس چهری کا
هر ایک شخص کا الګ الګ کهانی هی
سچ بات هی هر شخص کی الګ کهانی هی
@ یو بل دی
می تیری کچ بهی نهی هو مګر اتنا تو بتا
دیک کر مج کو تیری ذهن می اتا کیا هی
@ دا څومره ښه دی وایي چی زه ستا هیڅ هم نه یم خو دا ووایه چی ماته وګوری ستا ذهن ته څه راځي

اوس به زه درڅخه ولاړه سمه بیا کنټکټ کې سو خو سبا نن موږ یو هوټل ته ځو
هوکې

((دویمه ورځ))
@ سلام
څنګه یې
@ ښه یمه
دا ښه خبر دی
@ مننه
کوم ښه شعر
د خبرو روانولو لپاره
ځه زه به یې ووایم
@ زه نن شپه تر ۱۱ نیمو بجو پورې ویښه ومه ډیره ستړې یم
ولې ویښه وې
راشه زما خواته چې یوه چای درکړم
@ مننه
@ پرون ما درته وویل چې یوې پارټۍ ته ځو

ښه په پارټۍ کې دې څه وکړل
@ بس ډانسونه او له یو بل سره ټوکې ټکالې
هاهاهاهاها
@ ته یو له ښو کسانو څخه یې
څه پوهېږې چې زه ښه یم
څنګه دا ویلای شې چې زه ښه یم
@ ته څه فکر کوې زه نه پوهېږم؟
@ ما ستا یو پوره کتاب لوستی بیا هم زه نه پوهېږم

کوم کتاب؟
@  (.................)
ډیرعالي
هغه خو زما لپاره یو تاج محل دی، فقط همغه کتاب
مرمرین خیالونه
@ واده مو کړی؟
هو واده مې کړی
@ ستا انګلیسي خو ډیره ښه ده
هاهاهاهاها
@ باور وکړه
رشخند راباندې وهې
@ نه زه ټوکې نه کوم
@ جدي یې وایم
بس نوره انګلیسي ختمه شوه
بس پښتو وایه
@ مین شوی یې کله؟
هو، ډیر ځله
هو ډیره مینه
زره نفرت مې په زړه کې نه ځاییږي
ټول یې دمینې نه جوړ کړی یم
@ اوه، تاسې بله مینه یادوی
هغه چې ته یې یادوې هغه مې هم کړې ده
@ بیا نو کامیاب سوې که نه؟
چېرته کامیاب چېرته ناکام، خپل حال وایه
@ یانې څو څو ځلي مو مینه کړې ده؟
هو ځواني وه او شاعر زړه و څه به مې کول
@ نو بیا پر نجونو ظلم نه دی
@ هغوی خوارانې خو هر چا ته زړه ورکوي
زما نیټ جوړ نه دی بښنه غواړم
@ ماویل دا له نجونو سره بې وفایي نه ده؟
پوی نه شوم
@ نو وایم چې یوې مینې ته وفادار پاتې نه سوی بله مو ولې کوله
زه چېرته ځم بیا به خبرې کوو
@ که یو څو منټه لاړ نه شی ښه به وي یو څو پوښتنې نورې هم پاتې دي

@ ورک شوې؟

@بس بیا مو  پر خدای مو سپارم