janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
په مسینجر کې مرکې
جلال اباد ښار د امريکا سنټياگو ښاريې خور لڼې ( Sister City) ښاريه ده
- ښه اسرار صيب كه تر هرڅه دمخه دخپلو لومړنيو او منځنيو زده كړو په باره كې لنډ معلومات راكړئ؟ - لومړنۍ او منځنۍ زده کړې مې د پاکستان په بيلابيلو ښوونځيو کې ترسره کړې دي. لمړنۍ زده کړې مې د شمالي وزيرستان ميرانشاه افغان کمشنرۍ په ښونځي کې ترسره کړي او منځنۍ زده کړې مې د حزب اسلامي الفتح عالي ليسه کې چې لمړى په بنو ښار کې او بيا شمالي وزيرستان ميرانشاه ته نقل شوه ترسره کړي دي. - په ١٩٩٣ عيسوي کال کې په پيښورکې د دعوت جهاد پوهنتون د ادبياتو انگليسي ډيپ
چنار زما د تنهايۍ د شېبو ملګری دی
@ سلامونه کاروان صيب@ وخت لرې چې نن د جانان ويببلاګ سره يوه مرکه وکړې؟☺ عليکم السلام، ښه جانانه که داسې لنډ سوالونه کوې نو همدا اوس تيار يم ښه.@ ښه له دې به يې پيل کړو چې د چنار خبرې کوي مجموعه دې ډېره مشهوره شوه او په لږ وخت کې يې څو جايزې وګټلې راز يې په څه کې و؟☺ څه به وايم قربان له خلکو چې چنار خبرې کوي يې خوښ دی، والله حيران دې کړم چې څه ووايم چې ديو هنري اثر قيمت يا هنري ارزښت په جايزو
زمااوسني ایډیالونه د ګلابو بوټي دي.....
☺ سلامونه☺وخت درسره شته؟
بس زموږ دغسې نصیب دی نو...
@ د نجلۍ کرکټر: سلامشاعر: سلامتاسو څوک ياست؟@ زه تاسو پیژنمبیا هم سلامڅنګه یی؟@ زه ښه یمه تاسو څنګه یاستیزه څوک یم او تاسو مې څنګه پیژنی؟@ ستاسې نوم ستاسې له ادرس سره لیکل شوی دی که نهښه تاسو څوک یاست؟@ (...........)له کوم ځای نه چټ کوې؟@ کابل کې هم یمه او په کراچۍ کې همښه ډېر ښه
ځينې له ځانونو بتان جوړوي او نور خپل عبادت ته رابولي
@ اند صیب سلامونهوعلیکم السلام@ اند صیب که کله دې وخت پیدا کړو یوه مرکه به سره وکړوبس چې تا کله غږ وکړو زه حاضر یم@ زه وایم همدا اوس یې شروع کړو ښه به وي کله چې تاته کار پیدا شو بیا به یې پرېږدو. سمه ده ، زما لیک ستا په کمپیوټر کې لوستل کېږي کنه؟@ بیخي ښه بس بسم الله کړه پرې@ ښه له دې به یې را شروع کړو چې ستا په شعرون
تر ټولو زيات مې د سايل ، درويش .......شعرونه خوښېږي
@ زهیر صیب سلامونه_وعليکم سلام !څه حال دی شمسزی صيب !@ مننه ، انجنیرصیب هغه ورځ مې درنه یوه پوښتنه وکړه ځواب دې رانه کړ_ د څه شي پوښتنه؟@ ما ویل دا دحمزه بابا شعرونه دې په دې خوښېږي چې شینواری دی او که بله کومه وجه هم شته؟_ هاهاهاهاها، خندا@ د دومره اوږدې پوښتنې ځواب تش هاها دا څنګه چل دی؟_ داسې پوښتنې ته خامخا د سړي خندا راځي ، ځکه
استاد سعدالدین شپون درته وښیم که اسدالله غضنفر
@ نثار صيب سلامڅنګه يې؟وعليکم السلام. شکر دی. خپل حال وايه. @حاضر يې يو څو پوښتنې درنه وکړم؟ولې نه. خو څه ورباندې کوې؟ @ په ((جانان)) کې يې خپروم.نو د جانان له پاره خو د چا خبره خلک د غوايي غوښه هم خوري! @ که پام دې وي په بهير کې يو ورځ استاد منلي په هنر او
له بازمحمد عابد سره مرکه:
باز محمد عابد په ١٣٤٦ لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې زيږېدلی. تر يولسم ټولګې پورې یې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې خوانقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښود او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته په کډه شو، چې تر اوسه یې هم کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت ورنه کړچې لوړې زده کړې وکړي. خپله تنده یې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده