د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي دیوه فرمان په صادرولو ټول هغه کسان مختورن کړي چې دده په نامه یو او بل دهوکه کوي خپلې موخې ترې لاسته راوړي. دا چې دا اعلان به څومره پر واقعیتونو ولاړ وي او تر کومه حده به جمهور ریس په کې راتلونکيو ټولټاکنو ته دانتخاباتي کمپاین موخه لري او که نه دا به په خپل ځای پرېږدو خو د ښاغلي حامد کرزي په دې تېره دوره کې په رڼا ورځ ځینو خلکو د ولس په سترګو کې خاورې شېندلي، هر وزارت او په هره اداره کې د ضوابطو او معیارونو پر ځای رابطې واکمني کوي او داسې څوک نه شته چې مخالفت یې وکړي. ځينې خلک بیا د سو استفادې په چل دومره ښه پوهېږي چې له ماموریتونو وزارتونو ته ورسېدل او ځینې بیا په کې د بلډینګونو او لنډکروزرونو خاوندان شول.
ما په خپله په دې کمه موده کې داسې کسان ولیدل چې له ځانونو یې د دروغو پیرخانې جوړې کړي په سلګونو تجاران او ټیټ پوړي دولتي چارواکي یې د مریدانو په څېر پښو ته ټېټېږي، ځینې خو بیا داسې دي چې د ژوند ټول لګښت یې پانګوالو بیمه کړي.
زموږ د پرې ملګري چې کله یو او بل سره ټوکې کوي نو وایي ریاست جمهوري کې دنده واخله چې په هرڅه موړ شې. بیا به دې د بانک اکاونټ ( حساب) چاته نه رسېږي، دا په دې وایي چې ځینو ښاغلیو همداسې کړي دي کله یې چې د امنیت په کمیسیون او یا هم جمهوري ریاست کې کومه دنده پیدا کړې نو په لنډه موده کې یې هرڅه بدل شوي، خلکو په کابل کې د لوږې او قیمتۍ له لاسه اولادونه او کورونه خرڅ کړي خو دوی ورځ په ورځ غوړېږي، کورونه او موټر یې زیاتېږي.
زموږ یو ملګری و چې کله به له ننګرهاره کابل ته راغی، نو بیا به یې له مخکې هنګامه جوړه کړې وه چې جمهور ریس سره ملاقات لرم، دغه اوازه او ډنډوره به دومره توده شوه چې محلي چارواکي به ټول ترې خبر شول، له بېرته راتګ سره سم به میلمستاوې جوړې وې او د جمهور ریس د دربار خیالي بحثونو به روان وو، دی به په خپلو تګلارو او طرحو غږېده چې جمهور ریس ته یې وړاندې کړي او نورو به ورته وازې خولې نیولې وې. اخر کومه ورځ داسې هم شوي وو چې ده په یو مجلس کې ویلي وو چې سبا کابل ته روان یم او په ماښام یې له جمهور ریس سره ملاقات لرم، خوارکی دومره هم پر جمهور ریس خبر نه و چې هغه تر دې خبرې یوه ورځ دمخه یو بهرني هېواد ته سفر کړی و، چا ورته ویلي و چې فلانی صیب هغه خو له هېواده بهر دی او ویل کېږي چې څو ورځې به نه راځي نو څنګه به ورسره ګورې، ده ژر ځواب ورکړی و چې بېرته راستنېږي او اول ملاقات یې له ما سره پلان شوی.
دغسې خبرو او دوړو دپاپو ځینې ښاغلی تر دې حده رسولي چې په رښتیاو یې اوس د جمهور ریس تر زنې لاندې ځان ته ځای پیدا کړی، اوس یې نو هغه زاړه ټیټ پوړي یاران پرېښي، ټوله پاملرنه یې ملي سوداګرو او نړیوالو ډونرانو ته اړولې، په میاشت کې له هېواده بهر یو نیم چکر هم ووهي او د جمهور ریس د ملاتړو په نامه ځان بهر مېشتو افغانانو ته ور وپېژني.
دغسې کسان یوازې ولس نه بلکې جمهور ریس هم دهوکه کوي، دشګو محلونه او د سرو زرو خزانې ورته په خپلو خبرو کې ښیي، کله چې له جمهور ریس سره او یا د هغه له کوم نږدې ملګري سره کښیني نو بیا وایي په دغه او هغه ځای کې مې له زرګونو سپین ږیرو او روښنفکرانو سره وکتل، له ښاغلي جمهور ریس نه یې څه ګیلې او ماڼې لرلې، په ډېر تکلیف مې قناعت ورکړ او دادی اوس هغوی ټول زما په یوه اشاره څرخېږي.
له خلکو سره چې کښېني وایي جمهور ریس ته مې طرح وړاندې کړې ده، هغه به یې ژر ومني او د ډېرو خلکو نومونه مې هم ورته ورکړي دي، اوس زما ملګري جمهور ریس په نومونو ټول پېژني، بس لږ وخت په کار دی چې لږ وزګار شي ډېر د ټولو کار به سم شي.
دې ته ورته نورې په سلګونو خبرې چې په انګرېزۍ کې ورته (Language Skill) او پېښوریان ورته د ژبې صفایي وایي. دغه د ژبو او لاسونو صفایي لرونکي مداریان تر هغو مارنیوونکو مداریانو ډېر تېز دي چې په بازارونو او مېلو کې یې سلګونو خلک پر ځان راټول کړي وي او تش د لاسونو او ژبې په خوځولو یې تېر باسي.
هغوی یوازې د انسانانو د جیبونو غله دي، دیوې شېبې لپاره د ځان په ګټه د انسان ذهن ته فریب ورکوي، خو دغه سو استفاده کوونکي د ټولنې او دولت دښمنان دي، دوی که چېرې یوازې دعزیزي بانک خاوند او احسان الله بیات دهوکه کړی وی نو هغوی هم تجاران دي او دوی هم او په تجارت کې ګټه روا ده. خو دوی په خپلو ناروا کارونو نه یوازې دبانکونو او نومونو خاوندان بلکې دولت او ولس دواړه کندې ته غورځوي، د ولس خبرې له دولت نه پټې ساتي او د دولت خبرې له ولس نه، یوازې او یوازې هغه کار کوي چې خپله شخصي ګټه یې ورپورې تړلي وي.
زما په نظر که ښاغلی کرزی په دغسې موضوعاتو کې لږه نوره هم پلټنه وکړي نو ښایي په خپل چاپېریال کې داسې کسان ومومي چې له جمهور ریس سره په یوه بېړۍ کې ناست دي خو د هوا د توپاني کېدو دعاګانې کوي، نه له دغه هېواد سره مینه لري او نه یې له خلکو سره یوازې او یوازې په خپلو خوښیو پسې ګرځي، زه په ډاډ سره ویلای شم که خدای مه کړه دهېواد حالات لږ هم خراب شي نو اول به همدا کسان له دې هېواده ووځي او په بل ځای کې به ځانونه خوندي کړي.