دعابد خاطرې

د زمانې پر لویه لاره، دشپې کېږدۍ او د وخت لوبې دا ټول له خپلو خوږو او ترخو شېبو سره تېرېږي، مینې مري، رنګونه بدلېږي، یوازې او یوازې خاطرې که خوږې وي او که ترخې په خپل ځای پاتې کېږي.
خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان  په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره  ژوند وکړي.

راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته تم شو چې خاطرې څه ته وايي، ولې یې خلک خوښوي؟
 خاطره د انګریزۍ د Memoir  په مانا ده او په طبیعت کې د ځان په اړه یو څه لیکلو ته هم خاطره  وایي چې په انګریزي کې یې  autobiographical in nature او په دري کې ( خود زنده ګي نامه بولي)، خو زه نه پوهېږم په پښتو کې ورته څه ویلای شو. دلته باید دا یادونه وکړو چې خاطره د چا پر ژوند دیوې لیکنې په څېر جامع نه وي ځکه چې د ورځې لپاره لیکل کېږي، د ځان یا بل چا د ژوند یوه خوږه یا ترخه، جدي او یا  له احساساتو ډکه هغه شېبه په کې انځورېږي چې په ژوند کې ډېر کم پېښېږي.

راځو دعابد خاطرو ته، په باز ویببلاګ کې د عابد صیب د بهیر، د پېښور دفرهنګیانو په اړه، د دربار د مشاعرې او دا وروستۍ د صدر خاطره ما هم لوستي، خو تبصره مې پرې نه وه لیکلې، کله چې مې دنورو تبصرې ولیدې نو ما ته هم رخه راغله چې باید یو څه پرې ولیکم، دلته به دا موضوع هم لږه وڅېړم چې دعابد تبصرې ولې لوستونکي خوښوي؟
که مخلوقات په کورنیو ووېشل شي، نو انسانان ټول دیوې کورنۍ خلک دي. له پخوا راهیسې انسانان د نورو په اړه د معلوماتو لاسته راوړلو سره مینه لري، وايي کله چې اخبار او کاغذ نه و، نو لومړنیو هغو انسانانو چې ټولنیز ژوند یې غوره کړی و، د معبدونو پر دېوالونو به یې معلومات لیکل چې اوس یې هم ډېر اثار پاتې دي. وروسته بیا پر پوستکو لیکل پیل شول تر دې چې کاغذ رامنځته شو.
همدا راز ډېرې  ولسي کیسې موږ ته سینه په سینه رارسېدلي دي، دا ټول ددې ښکارندوی دي چې موږ د تېرو انسانانو له حال سره مینه لرو، ننني او راتلونکي به زموږ له ماضي سره مینه ولري، چې دې ته د عابد صیب په اصطلاح نفسیاتي تړاو هم ویلای شو. له بله پلوه د عابد صیب یو بل کمال  دا دی چې په خاطرو کې له  کیسه ییزو مهارتونو کار اخلي، په زړه پورې زمینه او پلاټ ورته پیدا کوي، په تصویري جملو او ذهني کشمکشونو یې پرمخ بیایي، استهزا او طنز لري او داستاني  ژبه استعمالوي، پرته له کومې زماني وقفې لوستونکي  ته په ډراماتیکو مکالمو دومره تلوسه پیدا کوي چې مجبور وي تر اخره یې تعقیب کړي. راځی یو څو بېلګې به ولولو:

دصدر په خاطره کې په زړه پورې مکالمې:

- وغورځوه زنځير.
- زنځير ته خو تاله لګيدلې ده.
- وغورځوه، چې اوس به دې دا زنځير په پښه کې واچوم او د بازار تر بل سر پورې به دې کشکاږم.

د لویو لیکوالو کمال دا وي چې په خپلو لیکنو کې لنډیز خوښوي، ځینې بېځایه خبرې حذفوي، مخامخ د کار خبرې ته راځي. کېدای شي پولیس عابد صیب ته تر وغورځوه زنځیر مخکې هم څه ویلي وي، خو هغه د ترې د مکالمې د خوندور کولو لپاره حذف شوي دي او وروسته په ډېر خوند سوال او ځواب ترسره شوی.

د دربار د مشاعرې په خاطره کې په زړه پورې استهزا او طنز:

مشاعره د ګل خانې په ماڼۍ کې پيل شوه. وار په وار يې شاعران د هغوی په شعرونو راغوښتل. ولسمشر لا تشريف نه و راوړی.  زما دوه لاندې  بيتونه يې په پيړ او ډبل غږ وويل:
د روح بين غږومه چيرته ماره لټوم
اوبو غوندې د غره لمن کې لاره لټوم
اول به مې د زړه په دريڅو کې راپيدا شي
که نه شو بيا به ستوري په کراره لټوم
ناستو ټولو کسانو داد ورکولو چې په دې وخت کې ولسمشر د خپلو خاصو کسانو سره د ګل خانې په ماڼۍ راننوت. ټول ياران د احترام په ډول ودريدل. او چې کرزی صاحب کيناست. ويې ويل چې په دهليز کې  مې دوه بيتونه ډېر شکلي تر غوژو سول، ته يې يو ځل بيا ووايه.
نيازي صاحب بيا هغه بيتونه قلقله کړل. کرزي صاحب ترې د شاعر پوښتنه وکړه. خو نيازي صاحب خړی متی شو او ورته يې وويل:
صاحب! دا د منتخباتو له جملې څخه وو.
کرزي صاحب بيا پوښتنه وکړه چې منتخبات هم شاعر لري که يه؟
نيازي بيا هم شاعر ور ونه ښود، اخر کرزي صاحب وويل چې شه شه د کلاسيکو له جملې څخه وو.

کله کله کلیوالي محاورې او خندوونکې کلمې کیسو، طنزونو او خاطرو ته یوه ځانګړې ښکلا وربښي، دلته د [قلقلو] او [خړې متې] کلمو جملې ته عجیبه خوند ور په برخه کړی او د خاطرې لیکوال په ډېر هنر سره په انانسر طنز کړی.

دغه راز ډېرې بېلګې د عابد صیب په خاطرو کې شته چې لوستونکیو ته په زړه پورې وي او دعابد په کره لیکوالۍ دلالت کوي، Homer Hickam چې د خپل ژوند په اړه یې دخاطرو دوه کتابونه لیکلي وایي: که چېرې د لیکوال په قلم کې زور وي، د ناول هومره خاطره هم لیکلای شي، دی وایي ناولونه هم د خاطرو امېلونه دي، مانا دا که چېرې ټوټې، ټوټې خاطرو ته له یو بل سره په هنري ډول تړاو ورکړل شي ډېر ښکلی ناول ترې جوړېږي، خو لږ یې باید سړی تخیلي کړي او نومونه یې بدل را بدل کړي چې د رښتوني کیسې سره یې توپیر پیدا شي.

په پښتو ژبه کې مو که د ښاغلي شپون، و نه و یو شپون و کتاب لوستی وي، هغه هم خاطرې دي، دا چې شپون صیب د کیسه لیکنې ډګر کې خاص مهارتونه لري دومره ښه تړاو یې ورکړی چې دیو ناول په څېر لوستونکی په ځان پسې راکاږي.
په پای کې عابد صیب ته یوه وړیا مشوره ورکوم هغه دا چې یو څو نورې خاطرې هم ولیکي او د کتاب په شکل دې چاپ کړي، زه فکر کوم د شعر د ځینو کتابونو تر لوستونکو به یې مینه وال او لوستونکي ډېر وي.