لغمان فرهنګي ټولنه د پژواک خبري اژانس او بي بي سي راډیو د ژورنالیست ارواښاد عبدالصمد روحاني پر بې رحمانه ترور خپله ژوره خواشیني څرګندوي او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
لغمان فرهنګي ټولنه ددغسې ظالمانه وژنو د مخنیوي غوښتنه کوي او دهلمند له والي او نورو دولتي چارواکو په جدي ډول غواړي چې د ارواښاد روحاني قاتلین د افغانستان مسلمان ملت ته په ګوته او جزا ورکړي، که چېرې داسې ونه شي نو په راتلونکي کې به د هرې سیمې او هر ولایت ژورنالیست ځان مصون نه بولي او د ژورنالیستانو د ترور کولو له مافیا څخه به په وېره کې وي. چې په دغسې حالاتو کې به ژورنالېزم زیانمن او د ولس او دولت ترمنځ به لویه فاصله رامنځته شي.
د لغمان فرهنګي ټولنه یو ځل بیا پر دې خبره ټینګار کوي، چې د افغانستان دولت دې د ژورنالیستانو امنیت او مصونیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او که نه خدای مه کړه لکه د تېرو کلونو په څېر به یو ځل بیا د بیان ازادي زندۍ شي.
په درنښت
07.06.2008
- janan
دعابد خاطرې
د زمانې پر لویه لاره، دشپې کېږدۍ او د وخت لوبې دا ټول له خپلو خوږو او ترخو شېبو سره تېرېږي، مینې مري، رنګونه بدلېږي، یوازې او یوازې خاطرې که خوږې وي او که ترخې په خپل ځای پاتې کېږي. خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره ژوند وکړي.
راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته...
22.06.2008
- janan
کندهار ته زما سفرونه (لومړی سفر)
د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته څلور ځلي کندهار ته تللی یم، لومړی سفر مې په ۲۰۰۳ کال دیوه طالب ملګري د لیدو په بهانه وکړ، دا نو هغه مهال و چې د طالبانو د امارت له ړنګېدو څه دپاسه یو کال تېر شوی و، درې شپې مې د غزني په قره باغ کې له طالب ملګري سره وکړې، هغه مهال قره باغ د اوس په څېر تر هوايي او ځمکنیو عملیاتو لاندې نه و، طالبان په خپلو کورونو کې پراته وو او ټوپکیان ورته د باندې تاوېدل راتاوېدل . د غزني ولایت د قره باغ د سیمې خلک زموږ په ولایت...