مرگ له ژوند نه وپوښتل:
څه حکمت دی چې ته خوږ یې او زه تریخ؟
ژوند په خندا وویل:
هغه دروغ چې په ما کې پټ دي او هغه رښتیا چې ستا تر شا دي.
مهرباني:
مهرباني مې هغه مهال ولید چې کوچني ماشوم غوښتل د سمندر تروې اوبه په خپل کوچني نبات خوږې کړي.
دېوالونه:
که په دنیا کې د ویلو لپاره څه وی نو دېوالونه به ولې خاموشه وو.
05.05.2008
- janan
ژوند د هغه یخ خرڅوونکي کیسه ده چې ترې وپوښتل شول:
...
15.05.2008
- janan
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي دیوه فرمان په صادرولو ټول هغه کسان مختورن کړي چې دده په نامه یو او بل دهوکه کوي خپلې موخې ترې لاسته راوړي. دا چې دا اعلان به څومره پر واقعیتونو ولاړ وي او تر کومه حده به جمهور ریس په کې راتلونکيو ټولټاکنو ته دانتخاباتي کمپاین موخه لري او که نه دا به په خپل ځای پرېږدو خو د ښاغلي ح...