ژوند د هغه یخ خرڅوونکي کیسه ده چې ترې وپوښتل شول:
خرڅ دې کړ؟
په ځواب کې یې وویل:
نه!
چا وانه خیست،
خو اوبه شو.
23.03.2008
- janan
د نندارچي د نوم په اورېدو یا لیدو به ښایي تاسو ته د نندارچیانو ګرم احساسات او له پېښو سره د هغوی دلچسپي در په زړه شي. که پورته مو زما نوم لیدلی وي نو فکر وکړﺉ چې زه هم یو له هغوی څخه یم، دا څو کاله مې د خدای (ج) په دې اړته نړۍ کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې او ډېر نږدې دوستان مې ولیدل چې همدې لوړو ژورو ته ټیټ وپاس شول. له تاسو به یې څه پټوم زما د مشاهدې په تله کې څو څو ځله سپک او درانه شول، خو زه په هر پړاو او نظام کې یوازې خپله دنده سرته رسوم، د پېښو ننداره کوم او بس.څو ورځې د مخه مازیګر مهال ل...
05.05.2008
- janan
مرگ له ژوند نه وپوښتل:
څه حکمت دی چې ته خوږ یې او زه تریخ؟...