مشعل صیب تر هر څه دمخه درته د نوی والیتوب له امله مبارکي وایم.

دا درېیمه ورځ ده چې ټیلفونونه مې د لغمان د بېلابېلو کټګوریو خلکو له ټیلفونونو نه وزګارېږي.

-        د لغمان د ځوانانو د ټولنې ټیلفون.

-        د لغمان د فرهنګیانو ټیلفون

-        د لغمان د هغو کدرونو ټیلفونونه چې په بېلابېلو ادارو کې کار کوی.

-         د قومي شورا ټيلفون.

-        د محصلینو او زده کوونکو ټیلفونونه.

ما ته خو له پورتنیو ټیلفونونو داسې ښکاري چې د لغمان خلک ستا په څېر یوه ځوان، فعال او با احساسه والي ته تږي دي او دا تنده یې تېرو والیانو نه وه ماته کړې. دغه خوشبینۍ دا زیری هم له ځانه سره لرلی شي چې که خدای کول د لغمان خلک به له تا سره لاس په لاس د لغمان د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړي. که له دې خوشبینۍ سره ستا اخلاص او صداقت هم یو ځای شي نو د لغمان خلکو ته به بیا په ۲۰۰۸ کال کې د پیاوړي او کارپوه والي غلام حسن خان یادونه تازه شي.

 

ښاغلی والي صیب!

لازمه بولم چې د لغمان ولایت پر څوکۍ تر ناستې دمخه درته یو څو وړاندیزونه وکړم، که زموږ دغه ناڅیزه تجربې مو هم له خپلو پخو تجربو او کاري وړتیا سره ملګرې کړې نو انشاء الله چې ثمره به یې خوږه وي.

 

لغمان ولایت ته د طالبانو د نظام تر ختمېدو وروسته درې والیان راغلل او لاړل، دا چې هغوی په ښه نوم له لغمانه ونه وتل دا به درته دیوه ژورنالیست په توګه چې ددرېیو والیانو پرمهال په لغمان کې وم او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو نظریات مې اورېدلي زه ووایم.

 

له ښاغلي ابراهیم بابکرخېله به یې پیل کړم:

ښاغلی ابراهیم بابکرخېل داسې مهال لغمان کې والي شو، چې د ګډوډۍ ټغر لا سم نه و ټول شوی، ناقانونه وسلوالې ډلې په خپل حال پاتې وې، ادارې د وسلوالو له خوا چور شوې وې او داسې نور مسایل. هغه له دې ټولو ستونزو سره کلیوالي چلند کاوه، دا چې ښاغلی بابکرخېل د درنې کورنۍ او دروند خوی یې لاره نو له چا سره یې سر او کار نه لاره یوازې خپله دېره به یې چلوله، خو ته پوهېږې چې والیتوب په دېرو نه کېږي د نوي زمانې نوی او ماډرن سیاست او دیپلوماسي ورته په کار ده. همدغه یې لامل و چې اخر د ټوپکوالو له لاسه بې سیکې شو او له ولایت نه لرې کړل شو.

 

تر هغه وروسته شاه محمود ساپی والي شو، چې د کونړ سوچه پښتون و او یوه موده یې په بهر کې هم تېره کړې وه، نوموړی د پاک احساس خاوند و، رشوت سره یې علاقه نه لرله او دروند خوی یې لاره، خو ستونزه یې یوازې په دې کې وه چې د چورشویو ریاستونو له ريسانو سره به یې هره ورځ په غونډو خبرې د فزیکي جګړې تر حده رسېدې. له ريسانو سره به یې له سیاست نه کار نه اخیسته بس د چا خبره دیوه غرني پښتون په څېر مخامخ غبرګون به یې ښوده. دا ښه کار دی دپښتونولۍ ځانګړنه ده خو ولایت ته باید سړی ولایت او کرامت هم ولري. هغه چې به کله محلي زورواکو غوسه کړ نو د ښار په دوکاندارانو او غریبه طبقه به یې لاس پورته کړ، هره ورځ به یې په ښار کې شور جوړ کړی و، خو په مقابل کې به یې همدغه غریبه طبقه او د ښار دوکانداران دده د مخالفینو له خوا نازول کېدل او دده پر ضد به یې مظاهرې او پروپیګنډې کولې. دې ته دې پام وي چې په لغمان کې تر شتمنو د غریبو خلکو شمېره زیاته ده او همدا غریبان او دوکانداران دي چې د سرچوک اوازې  کلیو او بانډو ته لېږي. هغه چې کله دا چلند خپل کړ نو ددغو خوارانو په مبارزه کې دومره بوخت شو چې خپل اداري او بیارغاونیز کارونه ترې په ټپه ودرېدل ان دا چې د لغمان سړک هم نیمګړی پاتې شو او خلکو ته یوه ښه پلمه په لاس ورغله.

 

تر تا دمخه چې کوم ښاغلی والي صیب پر څوکۍ ناست و، دده په اړه به هم درته یوڅه ووایم، ځکه دی تر تا لږه موده دمخه دوره تېره کړې کېدای شي ځینې کارونه او جنجالونه یې تاته در پاتې شي.

ښاغلی ګلاب منګل چې په پکتیکا کې و، هلته یې ډېر په مینه کار کاوه، خلکو هیله لرله چې لغمان به هم ګل وګلزار کړي، مګر هغسې ونه شول.

ښاغلي والي صیب چې کله لغمان ته راغی ډلې ټپلې پیدا شوې، په ادارو کې دومره ناهماهنګي پیدا شوه چې دوو امنیتي ادارو به دیو او بل خبرې نه منلې، پر یوه او بل باور کم شو، خبره تر دې حده ورسېده چې والي صیب به له کوره د دولایت د مقام پر لوري تللو نو ټوله لاره به یې بندوله، که له چا سره به مړي او ناروغان هم و ددې اجازه یې نه لرله چې د والي صیب تر تېرېدو دمخه پر لاره تېر شي.

په ادارو کې ګډوډي دومره ډېره شوه چې دهېڅ غریب او بېوزلي فریاد له هغې ادارې نه د باندې نه وته، ښکاره بېلګې یې دا چې یوې مېرمنې په محکمه کې ځان ته اور واچاوه او ځان یې وسېزه، یو هندواڼه خرڅوونکی د پولیس له خوا دیوې هندواڼې په سر وویشتل شو، خو خبر یې چا وانخیست، او د سرخکانو د ناعالانه او مناسبې وېش له امله چې زیاته برخه په کې د والي صیب ملګرو ته ورسېده قومونه دومره په غوسه شول چې په دې وروستیو کې د پولیسو او قومونو ترمنځ جګړه کې یو کس هم ووژل شو خو چا یې پاڼه هم پورته نه کړه.

د بیارغونې چې ښه وخت رارسېدلی و او دنړیوالو پاملرنه هم لغمان ته اوښتې وه، یوازې یو څو نمایشي کارونه وشول، لوی لوی چانسونه له لاسه ورکړل شول، راډیو او ټلویزیون چې به پیل شو نو اول به په کې د والي صیب دیوې نمایشي غونډې خبر اورېدل کېده، که به دده د کوم کارکوونکي نوم مخکې او وروسته شو نو سملاسي به یې راډیو زنګ واهه چې زما نوم ولې په خبر کې دویم راغی.

 

ګران والي صیب!

دغه ستونزې او خبرې به هیله لرم چې ستا په ولایت کې نه وي، له خلکو سره به ډېر رحم کوې، د لویو لویو چارواکو پروا مه ساته، کوشش وکړه د خوارو خلکو زړه ښه کړې چې هغه دې د تل لپاره یاد کړي، د ځان پر ځای ولس ته کار وکړه، زه او ته تر قیامته ژوندي نه یو، خو دا ولسونه به تر ډېره وخته ستا یاد په زړه کې وساتي.