لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونیسي

خود به دې ښاره څلور لارې لېوني ونیسي

 

په څه به ورکړو نظرماتی د مالت ښکلو ته

خدایزده که بیا د کلي دښتې سپیلني ونیسي

 

ډکې غولانځې چې هوسۍ راوړي کبلیو ته بیا

خدایه غر شین کړې چې لمنې یې پورګي ونیسي

 

موږ نه پوهېږو چې دا څنګه او له کومې راځي

خو هر ورځ مو فضا ساندې او زګېروي ونیسي

 

سپرلی به هلته شي شمسزیه د خوښیو سپرلی

چې د جانان ټټر لونګ ځونډي ځونډي ونیسي.