د نړۍ بېلابېل هېوادونه تل په دې هڅه كې دي چې څنگه وكولاى شي پر خپل ځان متكي او خپلې ستونزې په خپله حل كړي، څنگه خپل صنعت ته وده وركړي چې له لارې يې خپل ولس ته د كار زمينه برابره او د هېواد ملي اقتصاد پياوړى كړي. دغه ډول هځې د هېوادونو او ولسونو په كچه كېږي، خو كله چې بيا دواړه لاس په لاس د پرمختيا په لور گامونه واخلي نو پايلې يې ډېرې اغېزمنې وي.

د هندوستان هېواد چې زموږ د هېواد  په څېر د نړۍ د درېيمو هېوادونو په كتار كې راځي، تل هڅه كوي چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د خپل ولس د پوهې د اوچتولو په خاطر گڼې لارې و ازمايي. پر ۱۹۸۸ ميلادي كال يې د تاميل ناډو ايالت په كنچيپرام (Kancheepuram ) ولسوالۍ چې خلك يې زياركښه او د پوهې، پرمختگ پلويان دي د خصوصي تشبثاتو او صنايعو د پراختيا په موخه د (په گډه د پرمختللي تاميل ناډو پر لور) په نامه يو پروگرام پيل كړ.  په لومړي قدم كې دا پروگرام د څو ځانگړو كارونو د ترسره كولو په موخه پيل شو:
۱- ځان مرستي ډلې پيدا كول او هغوى ته د كوچنيو مالي مرستو د وركولو له لارې د خصوصي تشبثاتو پراختيا.
۲-پر ماشومانو د شاقه كارونو مخنيوى او د زده كړې عامول.
۳-ښاري ټولنې جوړول او د هغوى له لارې په ولس كې د ولسواكۍ روحيه پياوړې كول.
۴-د روغتيايي مركزونو جوړول او هلته د تبليغاتي مركزونو له لارې خلكو ته روغتيايي معلومات رسول.
۵-د چاپېريال ساتنې لپاره هڅې، د اوبو ايلوونكو ټينگو بندونو د پروژو پلي كول.

پر پورتنيو اهدافو كه په ژوره توگه فكر وشي نو څرگندېږي چې هر يو يې د ټولنې په مالي، روغتيايي او  علمي بنسټونو په پياوړي كولو كې مهمه ونډه لري، ځكه كه  انسان ناروغه وي دهېڅ كار د كولو توان نه لري، كه په كور كې ډوډۍ ونه لري مجبورېږي چې ان خپل ماشومان هم شاقه كارونو ته دمخه كړي، كه ماشومان يې په شاقه كارونو بوخت وي له زده كړې پاتې كېږي، چې له زده كړې پاتې شي د خپل ځان او نورو په حقونو، د هېواد په قانون، ولسواكۍ او نورو اصولو نا خبره وي، بالاخره دغسې انسان او يا ټولنه  د يوه هېواد لپاره مضر، ولس ترې په عذاب او د ولس پر اوږو بار وي.
د هندوستان د تاميل ناډو په ايالت كې چې كله دغې پرمختيايي پروگرام مثبتې پايلې وركړې نو د نورو ولسواليو خلكو ته هم په زړه پورې شو، اوسمهال د تاميل ناډو تر ديارلسو زياتو ولسواليو  او په ځينو نورو هېوادونو كې هم خلك په گډه د خصوصي تشبثاتو د ځواكمنولو او د كليوالي صنايعو د ودې لپاره كار كوي، چې له يوې خوا خپلې كورنۍ ته په اسانه يوه مړۍ روزي پيدا كوي او له بلې خوا د هېواد د اقتصاد په پياوړي كولو كې برخه اخلي او خپل هېواد، ولايت، ولسوالۍ او ان كلى نورو هېوادونو او خلكو ته ور پېژني.
د افغانستان كليوالي صنايع چې له پخوا راهيسې په نړۍ كې يو ځانگړى نوم لري، خو د تېرو څو كلنو جگړو له امله لكه د نورو سكتورونو په څېر د افغانستان خصوصي تشبثات هم زيانمن شوي، اوسمهال د افغانستان دولت د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لارې غواړي د خصوصي تشبثاتو او كليوالي صنايعو د ودې لپاره (  AREDP) په نامه يو ځانگړى پروگرام پيل كوي.  ددغه پروگرام لپاره لاندې موضوعات په پام كې نيول شوي:
د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په لومړي قدم كې هڅه كوي هغه سيمې په نښه كړي چېرې چې كليوالي صنايع او خصوصي تشبثات شته خو په منظم ډول ترې گټه پورته شوې نه ده. كله چې دغه سيمې وموندل شوې هڅه به كېږي چې د كورنيو او بهرنيو مرستندويانو پام ورته واړول شي او سيمه په زړه پورې شي. تر مرستو وروسته به له خلكو سره كوښښ كېږي چې صنايع يې زيات شي، كله چې صنايع او توليدات زيات شول بيا به دصنايعو د كيفيت د لوړوالي په موخه د خلكو ترمنځ يوه رقابتي مرحله پيل شي، ترڅو هره كورنۍ هڅه وكړي تر بلې ښه جنس بازار ته وباسي.
كه ښه ورته ځېر شو پورتني كارونه ډېرې گټې لري:
۱-خلكو ته مناسب روزگار پيدا كېږي.
۲-فقر او بېوزلي كمېږي.
۳-د ترياكو د كښت بديل پيدا كېږي.
سربېره پر دې چې افغانستان ديوې مولدې او صنعتگرې جامعې څښتن كېږي او د برنامې په پراخېدو خلكو ته د كار موندلو ښه زمينه برابرېږي، زموږ  د صادراتي موادو بيه هم لوړېږي او په مقابل كې يې  واردات كمېږي.
د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت غواړي په منظمه توگه او د يوې ځانگړې ستراتيژۍ له مخې په دغه برخه كې كار وكړي، ترڅو ددغو كاميابو لارو نه په گټه اخيستلو سره د خصوصي سكتورونو وړتياوې غښتلى كړي، ولس ته اشتغال پيدا كړي او ملي اقتصاد پياوړى كړي، د يادونې وړ ده چې اته مهم موضوعات ددغه پروگرام لپاره د تگلارې مهم اصلونه شمېرل شوي:
۱- په نوموتيو محصولاتو باندې متمركز كېدل.
۲-د كليوالو مالي ستونزې حلول.
۳- د ضرورتونو د پوره كولو لپاره د تخنيكي مرستو برابرول.
۴- دصنايعو د څرنگوالي څارنه.
۵-د نويو تاسيس شويو صنايعو نه ملاتړ كول.
۶- په خصوصي سكتور كې گډون كول.
۷- له ټولو ملي پروگرامونو سره اړيكي ساتل.
۸- د ټولنې سمبالول.
كله چې پورتني اصلونه په نظر كې ونيول شي، نو ښكاره خبره ده چې زموږ صنعت وده كوي،  يوه خبره چې په دې پروگرام كې ډېره مهمه ده هغه د (صنعت) پورونو وركول او د پروگرام له پاليسۍ سره سم د كريدت سيستم دى، چې په ځينو ځايونو كې د پيسو راكړه وركړه نه بلكې د جنس راكړه وركړه كېږي. د بېلگې په توگه د بلخ په دهدادي ولسوالۍ كې د پسونو يو بانك پرانيستل شوى چې دغه بانك هم د خصوصي تشبثاتو او محلي صنايعو په پياوړي كولو كې مهم رول لري.  بانك ته دقره قل ځانگړي پسونه د محلي مالدارانو له خوا وركړل شوي، چې په بدل كې يې د وترنرۍ وړيا مرستې د څارويو لپاره او اوبه څړ ځايونه بانك برابروي. دغه بانك مالدارانو ته د درېيو كلونو لپاره دېرش دېرش پسونه په پور وركوي او تر اوو كالو وروسته ترې ۳۶ پسونه اخلي. داسې اټكل شوي چې د پور په پرې كولو سربېره مالدارانو ته ۷۰ پسونه پاتې كېږي.
كله چې دغه پروگرام مخ پر وړاندې ځي ډېرې ښې پايلې ترې راوځي چې يو څو به يې د بېلگې په توگه يادې كړو:
۱-د قره قل د پسونو لرونكو ته د وترنرۍ وړيا مرستې برابرېږي، وترنران به يې په منظم ډول څاروي وڅاري او په وخت سره به يې درملنه وكړي، چې په نتيجه كې به د مالدارانو څاروي له مرضونو خوندي او په نسل كې به يې زياتوالى راشي.
۲-مسلكي او تخنيكي كسان به له مالدارانو سره د وړيو په راټولولو او ورېښلو كې مرسته وكړي او د دولت له خوا به يې دخرڅلاو لپاره په دننه او بهر كې ماركيټونه پيدا كړل شي.
۳-دحلال شويو پسونو غوښې به نه بېځايه كېږي، بلكې د پروسس او ساتنې لپاره به يې خاصه توجه كېږي.
۴- د پسونو د څرمنو پروسسولو او د غاليو صنعت ته به لاره اواره شي.
بله مسئله دا چې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د كليوالي صنايعو د ودې او پراختيا لپاره غبرگونى روش (وسيله) كاروي. كه له يوې خوا غواړي چې تحميلي روش نه گټه پورته كړي نو له بلې خوا تقاضايي روش  هم له پامه نه غورځوي. يانې له پورته نه ښكته او له ښكته نه پورته سيستم يې غوره كړى. كه له پورته نه د نوموتو محصولاتو په تشخيص كې ځان مسئول بولي، خصوصي گډونوال يې تشخيصوي، مولدينو ته پورونه وركوي، روزنيز او پراختيايي خدمات  برابروي، خام مواد واردوي. نو له بلې خوا د ښكته خلكو غاړې ته هم يو شمېر مسئوليتونه ور اچوي. د بېلگې په توگه د كليو پرمختيايي شوراگانې د كليوالي صنايعو ودې ته هڅوي، مشترك المنافعو ډلو په يووالي كې كار كوي او په گډه بازار موندنه كې خلكو ته دنده ور سپاري.
لكه د مخه مو چې وويل د كليوالي صنايعو او خصوصي تشبثاتو په پراختيا سره به له يوې خوا ملي اقتصاد پياوړى شي له بلې خوا به د كلي او هېواد  او د هېواد او نړۍ ترمنځ يو پل هم ايجاد شي، زموږ سيمه به له نړۍ سره ونښلوي.
اوسمهال د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا د كليوالي صنايعو او خصوصي تشبثاتو د پراختيا پروگرام ته لس كاله موده او ۵۶۸ مليونه ډالره په پام كې نيول شوي، چې په پاى كې به يو مليون خصوصي تشبثات رامنځته شي، دوه مليونه هېوادوالو ته به كار پيدا شي او دوه ملياره امريكايي ډالر به د افغانستان په ملي اقتصاد كې زيات شي.
په پاى كې ديوې خبرې يادونه ضروري بولم، هغه دا چې دغه پروگرام يو ملي پروگرام او يوازې د كليو او پراختيا وزارت پورې اړوند نه دى، كه چېرې د صنايعو د صادرولو په برخه كې د تجارت وزارت، د كانو او صنايعو وزارت، د بازار موندنې او تبليغاتو په برخه كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت، د روغتيا په برخه كې د روغتيا وزارت، د مالدارې او كرنيزو چارو په برخه كې د كرنې او مالدارۍ وزارت او نور اړوند وزارتونو سره په گډه لاس يو نه كړي، نو ددغسې گټورو پروگرامونو ښه وده به ستونزمنه وي. زه هيله لرم چې د افغانستان ټول چارواكي، مسئولين او ولس سره په گډه هڅه وكړي، ترڅو په راتلونكي كې ديوه رقابت كوونكي او صنعت لرونكي افغانستان خاوندان شو.