ژوند دلته لا هاغسې زموږ پر اوږو بار دى
لويه فاصله ترمنځ دكلي او د ښار دى

څنگه به سپرلى زما له وينو نه رنگ واخلي
دلته خو هغه هم دمرگ كومه كې ايسار دى

اوس به دا ډبرې د ښايست مجسمې كړي
دغه سړى گورئ هم شاعر دى هم فنكار دى

ستړې موساگانې دي خو لاس مو په خوله ايښى
هر چا ته ولاړ د كور په وره كې يو ښامار دى
 

ډېرې زمانې وشوې كنډرو كې اوسېږو
دا وطن چې وران شي موږ يې جوړ كړو دا مو كار دى.