نن شپه مې بيا يوازېتوب لړزوي

د مات څراغ

 څنگ ته مې ډډه كړې

او

خپلې تېرې پښېمانۍ مې

واړه موټې كې دي

شېبه شېبه مې

پر زړه

ته لكه باران اورېږې

نن شپه

به بيا ښه تر ناوخته كښېنم

د ژمي شپه ده

بيا د شعر او باران وږمې دي

نن شپه مې

زړه دى

لكه پاڼې دگلونو پر تا خپلې كلمې شيندمه.

 

كابل، دارالامان د ليندۍ ۹ مه