تاوده لاسونه دې د لمر د پلوشو غوندې دي
د زړه په غره کې مې غږېږي د نغمو غوندې دي

زموږ ترمنځ رقیب ته ځای ورنه کړې خدای ته ګوره
رقیبان هر ځای دیوالونو، دروازو غوندې دي

څه په نرمۍ نرمۍ زما د زړه کښتۍ ډوبوي
سترګې دې سم د دریابونو د څپو غوندې دي

هر یو اشنا نا اشنا انسان یې منځ کې لاره باسي
زموږه زړونه د پایمالو کروندو غوندې دي

د محبت په یوه ګرم نظر رنګ واړوی
شمسزیه ځینې ځینې ښکلي د شیدو غوندې دي