سلام "جانانه"
څه په ځنډ دې ټیلفون پورته کړو
که لږ وزګار یې نو له نورو یوې ډډې ته شه
نن مې تر ډېر زړه چاودون وروسته یو غزل لیکلی
نن له ګهیځه مې
پر زړه توره پرده پرته وه
داسې تیاره وه
لکه شین اسمان چې وریځ شي
غریو یې ونیسي
تیاره شي
غواړي ښه شېبه شېبه وژاړي
زړه مې همداسې تنګ و
خپله سینه
او د حجرې ټوله فضا مې د سګرټو په لوګیو ډک کړل
اخر مې ستا د افسانو د مجموعې
یوه کیسه ولوسته
دې افسانې لکه ولي ټولې زما د زړه خبرې وکړې
دغو جملو
زما په زړه کې
له مودو نه کنګل شوي توري ټول اوبه کړل
داسې مې سپک شو زړه
کټ مټ لکه
د ژمي په اوله میاشت
په کلي کې باران و اوري
اوتر باران وروسته
دکلي ماشومان
د بوډۍ ټال ته له خوښیه ناڅي
ډیره مننه پیره!
ستا د کیسې دا پیرزوینه به مې هېره نه شي
اوس داسې ناست یم
لکه ستړی مزدور بار له اوږو کوز کړي
ددیوال سیوري ته ډډه وکړي...