څه ښه همزولي مې د كلي وو

ما څه ويلي تا منلي وو را ياد شول راته
والله له ياده مې وتلي وو را ياد شول راته

دمحبت سزا يې نيم عمر بېلتون راكړله
يوازې ويښې شپې ليدلي وو راياد شول راته

سپوږمۍ له ما سره د درد زړه رشته وويسته
ستورو له ما سره ژړلي وو را ياد شول راته

يو غږ مې واورېدو ناڅاپه مې څه زړه كې تېر شول
كټ مټ يو څه مې اوريدلي وو راياد شول راته

شمسزيه زه يمه او زه يم، بيا هم زه يم ښار كې
څه ښه همزولي مې د كلي وو راياد شول راته.