شعر وليكو كه نثر؟
دعلم او ادب مينه والو او د فكر او نظر خاوندانو!
منندوى مو يم چې پوښتنو ته معقول ځوابونه ليكئ او خپل نظرونه د تبصرو له لارې له موږ سره شريكوئ، زه باور لرم چې ستاسې له ګټورو نظرونو څخه به ډېر خلك ګټه پورته كړي، راځئ دا ځل به داسې يوه پوښتنه رامنځته كړو چې په دې ورځو كې يې په افغان ادبي بهير كې بازار ډېر ګرم دى، په ډېرو غونډو كې د ځينو ښاغليو له خوا نظر وركول كېږي چې شعر مه ليكئ نثر ته مخه كړئ، دوه درې كسان پرېږدئ چې شعر وليكي، ځكه له دې دوو درييو كسانو پرته د نورو شعرونه لوستونكي او اورېدونكي نه لري، نو تاسې درانه څه نظر لرئ:
- دا سمه ده چې شعر ليكل يو څو كسانو ته پرېږدو او نور نثر ليكنې ته مخه كړو؟
- ايا دا دوه درې كسان به وكولاي شي د ټولنې د هرې كټګورۍ ذوق خړوب كړي؟
- ايا هغه كسان چې اوس ښه شعر نه شي ليكلاى داسې امكان نه شته چې د سبا ورځې نوموتي شاعران شي؟
- ايا ددغو وتليو شاعرانو شعرونه له اول نه همدومره پاخه وو؟
هيله ده په دغه اړه خپلې تبصرې په معقولو دلايلو سره وليكئ، دا به مو له هغو شاعرانو سره مرسته وي چې همدا اوس د وليكئ او ونه ليكئ ترمنځ حيران ولاړ دي.
په درنښت