پوښتنه:

ولې اکثره مسلمانان بنسټ پال او تروريستان دي؟

ځواب:

د نړيوالو چارو يا مذهبي بحثونو په دوران کې اکثره په مستقيم يا غير مستقيم ډول دا پوښتنه مسلمانانو ته راجع کيږي. او دا سې غلط معلومات په هر ډول ميډيا کې د مسلمانانو او اسلام خلاف خوريږي. د مثال په ډول د امريکا اسلام ضد ميډيا د منځني ختيځ هيوادونه د اکلوهوما په بمي چاودنه کې په لاس درلودلو تورنول . وروسته دا جوته شوه چې دا پيښه د امريکې د مصلح فوځونو يو سرتيري ترسره کړې وه. راځۍ چې دا د بنسټپالۍ او تروريزم تورونه تجزيه کړو.

 ١- د بنسټپال يا Fundamentalist د لفظ تعريف:

بنسټ پال(Fundamentalist ) هغه څوک دى چې د خپلې عقيدې د بنسټونوFundamentals څخه پيروي کوي. که يو انسان وغواړي چې ښه ډاکټر شي نو بايد د درملنې پر بنسټونو ښه ځان وپوهوي او په عملي ډول يې وکاروي او يا په بل عبارت بايد نوموړى ډاکټر په خپل مسلک کې يو بنسټ پال يا Fundamentalist ووسي. او که يو انسان وغواړي چې ښه ساينس پوه ووسي نو بايد د ساينس پر بنسټونو(Fundamentals ) ښه ځان وپوهوي او په عملي ډول يې وکاروي او يا په بل عبارت بايد نوموړى ساينسپوه په خپل مسلک کې يو بنسټ پال يا Fundamentalist ووسي.

٢- ټول بنسټپال يو ډول نه دي. مونږ ټولو بنسټپالو ته ښه يا بد نه شو ويلاي. ديو بنسټپال ښه والی او بدوالی د هغه په مسلک او هغه فعاليت پورې اړه لري په کوم کې جې دی بنسټپال دى. يو بنسټپال غل يا شوکمار خلکو ته زيان رسوي نو ځکه ورڅخه خلک کرکه کوي. يو بنستپال ډاکټر خلکو ته ګټه رسوي نو ځکه ورسره خلک مينه کوي او ټول خلک ورته د عزت په سترګه ګوري.

 ٣- زه فخر کوم جې يو مسلمان بنسټپال يم: زه يو مسلمان بنسټپال يم چې د آلله په فضل د اسلام په بنسټونو پوهيږم، پيروي يې کوم او د عملي کولو کوشش يې کوم. رښتونی مسلمان بايد په بنسټ پالنه و نه شرميږي. زه د اسلام پربنسټ پالنه فخر کوم ځکه چې اسلامي بنسټونه د انسانيت او تولې نړۍ په ګټه دي. د اسلام هيڅ داسې يو بنسټ ( اصل) نشته چې د انسانيت پر ضد وي. يو شمير خلک د اسلام په هکله منفي نظر لري او د اسلام يو شمير اوامر نا سم او نا منا سب بولي دا ځکه چې دوى د اسلام په هکله پوره معلومات نه لري. که څوک اسلامي اوامر لږ په دقت سره تجزيه کړي نو له دې حقيقت څخه سترګې نشي پټولى چې اسلام د ټولې نړۍ په ګټه دې.

٤) په قاموسونو کې د بنسټ پال کليمې مانا د ويبستر Webster قاموس له مخې بنسټ پالنه د يو تحريک نوم دى چې د شلمې ٢٠ ميلادې پيړۍ په لومړيو کې په امريکا کې را وټوکيد. د تحريک د نويتوب Modernization په وړاندې غبرګون او د انجيل د اصلي نسخو د خوندي ساتنې غوښتونکى وو. دانجيل د اصلي نسخود خوندي ساتنې غوښتنه يواځې د مذهب له نظره نه بلکې د بلکې د يو تاريخي اثر په توګه هم کيدله. نو د بنسټ پالنې کليمه په لومړيو کې د مسيحيانو هغې ډلې ته چې انجيل يې د خداي تعالى ځانګړى کلام باله کاريدله. د اکسفورډ د قاموس له مخې د يومذهب او په ځانګړي ډول د اسلام د بنسټونونه په کلکه پيروي کولو ته بنسټ پالنه وايي.