janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
مناظرې
اسلامي بحثونه (سوالونه او ځوابونه)
ډېر محترم ورور ډاکټرصاحب پامير احسانالسلام عليکم ورحمة اللهمحترمادامنم چې دمنيو دانزال خبره کومه جدي ستونزه نده ، اونه ماپرې چېرې کومه مقاله ليکلې ده خو کله چې پوښتونکى څوک وپوښتي نوبيا بايددهرې پوښتنې ځواب ورکړل شي زه دلته ديوې شرعي مسئلې په اړه پوښتل شوى يم ، او په ځواب کې يې هم ما له ځانه څه ندي ليکلي بلکې ديوستر معاصر فقيه ځواب مې رانقل کړى دى . يواځې زه نه ،بلکې ټول حنفيان اودځينو نورومذاهبو لارويان درسره همنظره دي چې مني ناپاکه شى دى، مادپوښت
د قاضي محمدحسن حقيار د مركې دويمه برخه
*** په ټيلفون نكاح روا ده او كه نه كه شاهدان هم موجود وي؟ په( مسائل فقهي معاصر) کې مولينا خالد سيف الله رحماني ليکي چې يواځې په ټيليفون ايجاب او قبول ځکه ندى صحيح چې ددواړو خواو مجالس ( ناستې) بېلابېلې دي او شاهدان هم ددواړو خواو خبرې سمې نه اوري ، خو دا يوصورت ممکن دى چې مثلاً سلمى، احمد ته په تيليفون ووايي چې زه تاددې لپاره خپل وکيل ټاکم چې ما په نکاح ورکړه( يامې په نکاح کړه) او احمد شاهدانو ته ووايي چې تاسو شاهدان اوس
آيا اسلام د تورې په زور خپور شوى دى ؟
پوښتنه: اسلام چې د تورې په زور خپور شويدى نو څنګه ورته د امن دين وييلائ شو ؟ځواب: ډيرى نامسلمان داسې نيوکې لري چې که اسلام د تورې په زور خپور شوى نه وای نو په ميليونونو پيروان به يې نه درلودل. لاندې ټکي به دا جوته کړي چې اسلام د تورې په زور نه بلکې د ريښتينولۍ او منطقيت له مخې په تيزۍ سره خپورشويدى. الف ) اسلام مانا آمن او سلامتي؟آسلام له سلام څخه اخستل
اسلام او تروريزم
پوښتنه: ولې اکثره مسلمانان بنسټ پال او تروريستان دي؟ ځواب: د نړيوالو چارو يا مذهبي بحثونو په دوران کې اکثره په مستقيم يا غير مستقيم ډول دا پوښتنه مسلمانانو ته راجع کيږي. او دا سې غلط معلومات په هر ډول ميډيا کې د مسلمانانو او اسلام خلاف خوريږي. د مثال په ډول د امريکا اسلام ضد ميډيا د منځني ختيځ هيوادونه د اکلوهوما په بمي چاودنه کې په لاس درلودلو تورنول . وروسته دا جوته شوه چې دا پيښه د امريکې د مصلح فوځونو يو سرتيري ت
مناظرې (سوالونه او ځوابونه)
ګرانو لوستونکو!د هندوستان مشهور عالم ډاکټر ذاکر نایک دمسلمانانو او د نورو مذهبونو عالمانو، ساينس پوهانو، اود نورو شعبو سره تړاو لرونکو پوښتنو ته په نقلي او عقلي دلايلو سره ډېر په زړه پورې ځوابونه ورکړي، ما لازمه وګڼله چې ستاسې د اسلامي معلوماتو د زیاتوالي او د جانان وییبلاګ د لا ښکلا په خاطر دغه مناظرې له انګريزي څخه پښتو ژبې ته وژباړم او په راتلونکي کې يې د جانان وییبلاګ کې خوندي کړم، هیله ده تاسې ته هم په زړه پوري و