۱- ښه حقيار صيب، په نڅا دې غټ پټ كتاب وليكه او لاره دې ورته پاكه كړه، ايا له ملايانو نه وېره نه لرې چې كومه ټاپه به درباندې ولګوي؟  

*** شمسزى صاحب! هرډول موسيقۍ ته مې لاره نه ده پاکه کړې، دا اوږد بحث دى ، خو پر افغانستان له حاکم ذهنيت څخه مې بغاوت ضرور کړى دى يعنې دا سې هم نده لکه دلته چې انګېرل کېږي  چې هرډول موسيقي دې له هرډول استثنى پرته  ناروا وي  او هرډول موسيقي له هرډول استثنى پرته  روا هم نده ، زه په اسلامي امت کې لومړى کس نه يم چې دا ډول څېړنه او برداشت مې کړى وي  ،له ماوړاندې زرګونو نورو علماو  په نورو ژبو  داڅېړنه کړې ده او ما دهماغو علماو نظريات او ويناوې پښتو کړې دي .

 ډاډه يم چې په څېړنه کې دچاتراغېز لاندې نه يم راغلى، بې پلوه او منصفانه قضاوت مې کړى ،يو ټکى مې هم بې سنده ندى وړاندې کړى .

 پاتې شوه دټاپواو مهرونو خبره ، متل دى (( چې غل نه يې نو له پاچاڅخه مه وېرېږه)) يا ((چې زرپاک وي له اوره يې څه باک وي ))  

۲- د ځينو موضوعاتو په باره كې لكه ښځه او اسلام، اسلام او موسيقي او داسې نور ډېره واضحه څېړنه كوې او چې چېرته هم څوك د اسلام په باره كې جنجاليزه مسله وليكي ته ترې خبرېږې، خو د اصف ننګ په كتاب دې دكندهاريانو خبره سر ونه ګراوه حال دا چې هغه په يوه برخه كې يوه مهمه مسله څېړلې او د فرج څټل يې مباح او يا هم روا بللي؟ 

***ما دښاغلي ننګ دا ليکنه نده لوستلې ، خوعلماو دمېړه او مېرمن ترمنځ يوازې   دشاه له لارې او دحيض او نفاس په وخت کې جنسي اړيکه منع بللې ، هغه هم يواځې دخول.

دانورې خبرې لکه چې ننګ صاحب ورته اشاره کړې ده  روا بولي ، شېخ قرضاوي خو دخپلې مېرمنې په خوله کې  آن انزال هم حرام نه بولي .البته طبيعي کراهت يې پرخپل ځاى دى، داسمه ده چې مني ناپاکه دي  او څښل اوتېرول يې رواندي دا مو ضوع ښه روښانول لږ تفصيل ته اړتيا لري او لوستونکي يې تفصيل داوسمهالو علماو په فقهي تحقيقي کتابونو او په( اسلام ان لاين ويبپاڼه) کې کتلى شي.  

. شيخ قرضاوي او ځينې نور علما دواړو خواو ته  ديوبل دجنسي غړيو ښکلول هم روا بولي.

۳- ځينې وخت سياست هم كوې، دبېلګې په توګه دځينو مقالو، شعرونو او يا هم لنډو كيسو په وسيله، خو د هغو ننداره كوونكيو په څېر چې له لرې نه ديوه او يا بلې ډلې طرفدار وي، ولې خپله يو ځل په ميدان كې ځان نه ازمايي ايا فكر نه كوئ چې ستاسې دا هڅې به د هغو كسانو هڅو ته ورته وي چې دخپلو ګوندونو په ګټه يوځې شعارونه وركوي او بس؟ 

*** ياره شمسزى صاحب!  له سياست سره مې مينه شته ده ، ته خو خبر يې چې يو سياسي ګوند مې جوړ او په دولت کې مې رسمي  ثبت  هم کړ خو زما په ګومان اوسني ناسم شرائط په ګوندونو او سياسي مبارزې نه  سمېږي ،زموږ نابللي مېلمانه زورور دي هر څه ،ټول سياسي او ديموکراتيک مفاهيم  او اصطلاحګانې  دخپل قاموس ( زور) له مخې تفسيروي   .

۴- دطالبانو په وخت كې مود تنظيمه رئيس په حيث دنده درلوده،څوځايه مو کار کاوه، كارونه مو ښه زيات و، مګر بيا به مو هم ډېرې ليكنې كولې، خو د كرزي د حكومت له راتګ سره مو خونده اوبو وړى، علت يې څه دى؟ ايا بس مو تر هغه نظامه ښه چلېږي كه څنګه؟ 

***   شمسزى صاحب زه تنظيمه رئيس نه ، بلکې ديو زون دکانو اوصنايعو دلوى رياست مسؤول وم.

بل داچې  زه خواوس هم کرار ناست نه يم  اوس هم ليکنې کوم ،خو دطالبانو په وخت کې اسلامي حکومت و ، اسلامي شريعت حاکم و او اسلامي ليکنو ته اړتيا ډېره وه، ما هم هاغه ليکنې ډېرې سپړلې او څېړلې  چې زما په اند د طالبانو د وخت امر بالمعروف به پکې افراط کاوه  ، حکومت ته مو مشورې ورکولې ، تېروتنې مو يې په ګوته کولې خو له بده مرغه اوس خودحکومت حال او له شريعت سره ددې حکومت اړيکې هرڅوک ويني ، عيان را چه حاجت به بيان .

 بله خبر داده چې  له نوي حکومت سره  هرڅوک سرګردانه اوبوخت  دي که څه هم  پيسې ډېرې شوې خو ډاډ ، سکون اوبرکت نشته ټول  په روزۍ پسې منډې وهي، هغه د دروېش دراني صاحب بيت دى چې((دزمانې خيرو عجيبه بدرنګي راوسته___ له زرو ډکه ده دنيا مګر زرينه نده))

 - حقيار صيب موسيقي د روح غذا ده او كه علامه قرضاوي له خپلې خېټې ويلي دي، ما خو اورېدلي چې په روح به  نه غږېږئ ځكه [روح قدس] دى؟

*** ګرانه! دا خو ډېره  زړه، سوليدلې او تکراري پوښتنه ده .، ځکه اوس هرڅوک پوهېږي، طب ثابته کړې چې سالمه  موسيقي روغتيا ته ګټه رسوي ، ستړتيا ختموي، خو چې هرڅه له حد څخه واوړي زيان رسوي ،  هرډول خواړه له مالګې پرته بې خونده وي خو چې مالګه پکې  ډېره شي هم بې خونده کېږي او هم زيان لري .

-                      هره اروا مقدسه نه وي، خبيثې ارواوې هم شته،بلکې اوس خو له سپېڅلو هغو خبيثې ډېرې شوې دي .

-                           ددغه نظر څومره طرفدار يې چې وايي اسلام او سياست دې د تركيې په څېر سره بېل شي ګټې او تاوانونه يې څه دي؟

***اسلام   جامع، بشپړ او هراړخيز دين دى او سياست ددين يوه برخه ده ، داسلام او سياست دبېلتون نظر علماني او نااسلامي فکر دى او داکارعملاً ناشونى هم دى. په ترکيه کې ددې نظر لپاره ډېر کار مصطفى کمال  چې مستشرقين يې اتاترک ( دترکانو پلار ) بولي کړى دى  او هغه پخپله دعلماني مفکورې خاوند و .

 يوه بله پوښتنه، ځينې دوستان وايي قاضي صيب چې په كومو موضوعاتو كتابونه ليكلي دبېلګې په توګه پر ښځو، پر موسيقۍ پر نڅا نو دې له همدغو شيانو سره علاقه هم لري ځكه خو يې پرې دومره وخت ضايع كړى دا سمه ده؟

*** له دې شيانو سره مينه دهرچا په فطرت کې نغښتې ده او څوک چې له دې ډول مينې بې برخې وي  نو هغه روغ او سالم انسان ندى بايد درملنه يې وشي .

-                                             د افغانستان په اوسنيو علماو كې دې څوك ايډيال شخصيت دى؟

*** الله دې ارواښاد استاد رشاد غرق رحمت کړي ، ډېر لوى اودلوړ شخصيت خاوند عالم و.   

-                                                  په علماو كې دې څوك نه خوښېږي؟

***هغه چې دپيسو او څوکۍ لپاره دقران ايتونه  تحريفوي او د يرغلګرو دخدمت لپاره  يې کاروي

-    په رهبرانو كې دې څوك ډېر نه خوښېږي؟

 *** هغه چې دمادياتو لپاره هر ډول ذلت ته غاړه ږدي. دافغان ولس دجهاد وياړ هم   ځان ته منسوبوي ، او بيا دروس ، امريکا ، ايران ، اسرائيلو، فرانسې، يا په بله وينا، دملحدينو ، صليبيانو،   صيهونستانواو ...ټولو ډول ته   ګډېږي.  او دهغوى زنار يې په غاړه اچولى دى     

-                           حقيارصيب! په نوره نړى كې ډېرې ښې ښې ښځينه عالمانې شته خو په افغانستان كې يا نه شته او يا هم ډېرې كمې دي لامل يې څه دى؟

***دا حقيقت دى  لامل يې دادى چې يو خو زموږ په هېواد کې په ټوليز  ډول دلوستوالۍ کچه ډېره ټيټه ده که څه هم  لسګونه  ميليارده ډالر راغلل  خو بياهم  دزده کړې اسانتياوې برابرې ندي  بل داچې  موږ ډېر ددين او مذهب نه ، بلکې دکولتور تابع يو ، زموږ ټولنه سنتي ټولنه ده ،موږ  د زاړه،  وروسته  پاتې دود او دستور تابع يو. که نه اسلام خو علم په نارينه او ښځينه دواړو  دلمانځه  او روژې په څېر فرض ګرځولى دى. 

نور بيا.....