*** په ټيلفون نكاح روا ده او كه نه كه شاهدان هم موجود وي؟
په( مسائل فقهي معاصر) کې مولينا خالد سيف الله رحماني ليکي چې يواځې په ټيليفون ايجاب او قبول ځکه ندى صحيح چې ددواړو خواو مجالس ( ناستې) بېلابېلې دي او شاهدان هم ددواړو خواو خبرې سمې نه اوري ، خو دا يوصورت ممکن دى چې مثلاً سلمى، احمد ته په تيليفون ووايي چې زه تاددې لپاره خپل وکيل ټاکم چې ما په نکاح ورکړه( يامې په نکاح کړه) او احمد شاهدانو ته ووايي چې تاسو شاهدان اوسئ چې ما سلمى ځانته په نکاح قبوله کړه ، خو دلته هم دا ضرور ده چې شاهدان ښځه پوره وپېژني.
په خلاصة الفتاوا کې يې هم همداسې رااخېستي دي .
دفقهې نور کتابونه او نور معاصر علما هم وايي چې په ټيليفون کې دغږ بدلېدو او نورو چلونو احتمال شته اوسل په سلو کې ډاډ ګران دى نوپه تيليفون نه نکاح صحيح ده اونه طلاق.
*** د سينمايي هنر باره كې اسلام څه شرايط لري، ردوي يې او كه نه؟
سينما،تياتر ، فلم، ويديو ، انټرنېټ ،کمپيوټر،ټلويزيون ،راډيو،ټيپ ريکارډ ، سي ډي ، ډي وي ډي ام پي تري ، ډرامه ، تمثيل ... هر څه په خپل ذات کې ناوړه شيان ندي ، داپدې پورې اړه لري چې کاروونکى يې څه ډول کاروي که حرامه ګټه ترې آخلي نو داډول استفاده ترې حرامه ده ،او که روا او نېکه استفاده ترې وشي نو ثواب ده خو داشيان پخپل ذات کې حرام ندي له دې شيانو او وسايلو ښه او ګټوره استفاده کېدلى شي ، عملونه په نيت پورې اړه لري
*** د مدرنيزم او دين باره كې كه يو څه ووياست او يا ددې دواړو ترمنځ د اړيكو باره كې، لومړنى تصور خو دا دى چې مدرنيزم ورو ورو پر دين ځاى تنګوي، دليل هم ځينې خلك دا راوړي چې مدرنيزم ته د تګ په لاره كې بايد لومړى سيكولرزم ومنل شي. خو ځينې نور خلك بيا په دې نظر دي چې نه، مدرنيزم بېل دى او سيكولرزم بېل. ځينې ملتونه مدرنيزم ته رسيدلي خو له سيكولرزم نه لرې دي، كه انسانان په مذهب او دين كې په نه بدلون معتقد وي مدرنيزم كېدل باك نه لري ستاسې په دې اړه څه نظر دى؟
اسلام نه يواځې دمدرنيزم او عصري توب پلوى دى بلکې ستر داعي يې دى ، خو ګوره مدرنيزم سکس، فحشا، لوڅوالي او بې حيايۍ ته نه وايي، مدرنيزم ياعصريتوب د پرمختګ او تمدن يا سېويلايزيشن دوهم نوم دى ،اسلام د پرمختګ پروړاندې خنډ نه دى ، بلکې فحاشي ، بې ځايه بوختېدل او له اسلام سره دښمني دپرمختګ مخه نيسي ، که څوک دفرانسې انقلاب او يا درنسانس دورې ته ګوته نيسي نو هلته دمنحرف مسيحيت پاپانو دجنت ټکټونه دلاترۍ په څېر خرڅول ، دين يې ډېر تنګ کړى و ، خلک يې په تيارو کې ساتل او خپلې عياشۍ يې کولې خو اسلام دپرمختګ دين دى ، دفطرت علمبردار دين دى، دا ترمذهبي حساساتو لاندې تشه دعوه نده ، کولى شئ چې داسلامي تمدن او مدرنيتې نښې په غرناطه ، قرطبه اشبيله ، بيت الحمرا،اندلس او دهسپانيې په نورو ښارونو کې ووينئ.
دختيځ نابغه علامه سيدجمال الدين افغان اروپايانو ته ويلې وو : (( کله چې تاسو خپل دين (عيسويت) پرېښود نو پرمخ ولاړئ خوکله چې موږ خپل دين (اسلام ) ته شاکړه نو پر شا ولاړو))
*** صيغه يا موقتي نكاح په اسلام كې څنګه ده اوس داسې نكاح ځينې خلك په افغانستان كې هم كوي؟
له روافضو او شيعيه اماميه و پرته نور ټول مسلمانان متعه يا لنډ مهالې نکاح ناروابولي . خو هغه جليل القدره صحابي (حضرت علي کرم الله وجهه) چې شيعه ګان يې يواځې خپل بولي هم وايي چې ( ان حل المتعه قدنسخ يعنې دمتعې رواوالى منسوخ شوى دى ) تحفة المحتاج ، المهذب او نيل الاوطار.
رسول الله ص فرمايي( ماتاسوته دمتعې اجازه درکړې وه خو الله ج داکار دقيامت ترورځې حرام کړ ) مسلم او مسنداحمد
داډول نکاح داخروي زيان تر څنګ دنيوي او ټولنيز زيانونه هم لري.
*** شاوروهن و خالفوهن حديث تاسې څنګه تعبيروئ ځكه ځينې خلك ترې سوء استفاده كوي؟
په موضوعات کبير کې يې دې روايت ته باطل ، بې اصله او ضعيف ويلى دى .
شيخ ناصرالدين الباني وايي چې داروايت هېڅ اصل نلري .
• .دتحفة الاحوذي خاوندليکي : "دمجمع البحار ليکوال په تذکرة الموضوعات کې وايي چې ماته داروايت هېڅ مرفوع نه ښکاري "
• مولينا ګوهرالرحمن په اسلامي سياست کې ليکي چې دا روايت ملاعلي قاري په مرقات ( دمشکوة شرح) کې دقدورد په الفاظو رانقل کړى چې روايت کوونکى يې معلوم ندى.
*** كه اسلام د كفر او استكبار متجاوزو حركتونو سره مخامخ كېږي لكه څنګه چې پر نارينه و سعي او كوښښ فرض دى، پر ښځو هم دغسې جهاد فرض دى او كه نه؟ كه چېرې دى شرايط به يې څه وي؟
• کله چې حالات نازک او کافران په جنګ کې د پياوړتيا په حال کې وي نو بيا دنفير عام اړتيا ده چې په ښځو هم جهاد فرض وي مسلمانو مېرمنو به درسول الله ص په وخت کې تورې هم وهلې او دمجاهدينودټپونو دملهم پټۍ ترڅنګ به يې دهغو نور خدمتونه هم کول . که څه هم دا مجاهدين به دهغوى شرعي محرمين نه و.
*** د ځانمرګيو بريدونو په باره كې كه لنډ راته ووياست چې په كوم حالت كې روا دي؟ په اسلام كې كومه مخينه لري او كه نه؟
• داسلامي نړۍ معاصر متفق عليه مفتي علامه داکټر يوسف القرضاوي وايي چې په هغه حالت چې مسلمانان کمزوري وي وسائط او وسايل و نلري او ددښمن دماتې لپاره له استشهادي بريده پرته بله چاره ونلري نو بيا دا ډول بريد روا دى .
• خو که پدې بريدونو کې بې ګناه مسلمانان شهيدانېږي لکه دااوس چې داډول پېښې کېږي نو بيا يې څوک په جواز زړوره فتوا نه شي ورکولى .
*** قاضي صيب يوه شوخه پوښتنه به هم وكړم، ځينې خلك وايي په دې ټولنه كې داسې ملايان هم شته چې خيټه يې غوړه وساته د هر روا او ناروا كار لپاره درته ايتونه، احاديث او فتوى پيدا كوي دا خبره رښتيا ده؟
• هو ولې نه ،داځينې ملايان چې دلته دکفارو په لاس دمسلمانانو وژنو ته دجواز فتوى ګانې ورکوي او يرغل ته يې روايتونه پيداکوي ،دادخېټې مزدوران ندي نو څه دي . دوى خو عيسويان يا يهوديان ندي ، بلکې دکمزوري ايمان او دنفس او شهوت پر وړاندې ماتې خوړلي مسلمان ملايان دي .او غواړي چې خېټې يې غوړې وي ،
*** رښتيا دفتوا وركولو لپاره كوم معيار، شرايط او يا كوم خاص حكم شته او كه نه چې څوك د فتوا وركولو حق لري او په كوم حالت كې فتوا وركول كېږي، ما وليدل اوس په افغانستان كې نړيوال هم پر ځينو موضوعاتو ځينې خاص ملاصاحبان پيدا كوي او فتواوې پرې ليكي دا سمه ده او كه نه؟
دفتوى لپاره داجتهاد درجه په کار ده ، او دادرجه موندل لوى علميت غواړي ، فتوا دهرچا د وس خبر نده ،هغه چې رښتيا عالم وي هېڅکله فتوا ورکولو ته زړه نه ښه کوي ،البته دا بېله خبر ده چې کوم عالم چاته معلومات ورکوي دا ښايي دنورو علماو فتواګانې وړاندې کړي مثلا که زه دکوم پوښتونکي په ځواب کې ووايم چې په پيچکارۍ روژه نه ماتېږي او دامې په کوم فقهي کتاب کې لوستي وي نو دا زما فتوا نده ،بلکې دهغه فتوا مې وړاندې کړې ده .