janan janan

Profile Photo

پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .

د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ

له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.

ادبي بحثونه


حقايق اكثره ترخه وي او حق په تريخوالي ستايل كېږي

ددې اوونۍ بحث به نقد ته ځانګړى كړو، ځكه اوسمهال پښتو ژبه نقد يا كره كتنې ته هم اړتيا لري، خو چې نقد بايد څه ډول او څرنګه وشي ددې پوښتنې ځواب به ستاسې په تبصرو كې ولولو.

19.02.2007 janan

پښتو شعر وليكو كه نثر؟

شعر وليكو كه نثر؟ دعلم او ادب مينه والو او د فكر او نظر خاوندانو! منندوى مو يم چې پوښتنو ته معقول ځوابونه ليكئ او خپل نظرونه د تبصرو له لارې له موږ سره شريكوئ، زه باور لرم چې ستاسې له ګټورو نظرونو څخه به ډېر خلك ګټه پورته كړي، راځئ دا ځل به داسې يوه پوښتنه رامنځته كړو چې په دې ورځو كې يې په افغان ادبي بهير كې بازار ډېر ګرم دى، په ډېرو غونډو كې د ځينو ښاغليو له خوا نظر وركول كېږي چې شعر مه ليكئ نثر ته مخه كړئ، دوه درې كسان پرېږدئ چې شعر وليكي، ځكه له دې دوو درييو كسانو پرته د نورو

13.02.2007 janan

شاعر ټولنه رهبري کولی شي او که نه؟

ګرانو لوستونکو ومو پتييله چې په جانان ويببلاګ کې ځينې ادبي او علمي پوښتنې مطرح کړو او له دې لارې د پوهانو، عالمانو، کره کتونکيو او د علم او ادب د مينه والو نظرونه راټول کړو. که خدای کول په راتلونکي کې به ستاسې همدا نظرونه له نورو ادبپالو عالمانو سره شريک کړو او ديوې مرکې په شکل به يې تاسې ته وړاندې کړو. دا ځل مو دا پوښتنه غوره کړې چې ایا شاعر ټولنه رهبري کولی شي او که نه، هيله ده په دغه برخه کې د جانان نور لوستونکي او مينه وال هم له خپلو عالمانه نظریو څخه برخمن کړی.په درنښت شمسزی

08.01.2007 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more