ددې اوونۍ بحث به نقد ته ځانګړى كړو، ځكه اوسمهال پښتو ژبه نقد يا كره كتنې ته هم اړتيا لري، خو چې نقد بايد څه ډول او څرنګه وشي ددې پوښتنې ځواب به ستاسې په تبصرو كې ولولو.

اوسمهال په  غونډو او بنډارونو كې ځينې كسان د نورو پر اثارو نقد كوي او يو شمېر نقادان دا وړتيا لري چې ديوه  چا د اثر ډېر باريك عيبونه هم پيدا كړي، داسې عيبونه چې نور يې په ذره بين كې هم نه شي ليدلاى، خو د ځينو خلكو په باب دومره ړوند او كوڼ شي چې د لمر په څېر روښانه معايب يې ورته نه معلومېږي، زه نه پوهېږم چې ولې دغه كسان كله كله له خپل استعداد نه د ځينو خلكو د حقايقو او پټو اسرارو د كشفولو كار نه اخلي.

د الفت صيب په نظر خو  دمال، سر او مقام تر ساتنې د حق او حقيقت ساتنه ضروري ده، ځكه حق ويل لوى عبادت او حق نه پالل لويه ګناه ده، دا ګناه په دنيا كې هم انسانان په سلو عذابونو اخته كوي او اخرت يې هم خرابوي. كه حق او حقيقت ظاهر نه شي نو مري او رڼا يې مړه كېږي، له دې مرګ سره بيا د عدالت جنازه هم سمه وځي او چې عدالت نه وي ملت او ولس هم مري.

نو راځئ ستاسې په تبصرو كې به يې ولولو چې د نقد او يا كره كتنې په وخت كې له څه ډول هوښيارۍ او محتاطۍ نه كار واخلو او ايا دغه بې ضرورته هوښياري او محتاطي څه زيانونه لري.

-         نقد  پر كومو اثارو كولاى شو؟

-         كوم اثار له نقده پورته دي؟

-         ايا پر يوه اثر د كره كتنې په وخت كې له مضر احتياط نه كار واخلو او كه نه؟

-         كه موږ د كره كتنې په وخت كې د يو چا تر نفوذ او تاثير لاندې راځو او حقايق پټوو څه زيان به ولري؟

-         ايا هغه كسان چې لوى لوى نومونه لري پر هغوى بايد نقد ونه شي؟

 

هيله ده تاسې ددغه تريخ حقيقت په څرګندولو كې په زړورتيا سره خپل فكر او قلم وكاروئ او داسې معقولې تبصرې وليكئ چې د راتلونكي لپاره ترې دنقد يو ښه كتاب جوړ شي.