ډېره موده وروسته دې غږ په ټيلیفون کې اورم
تا خو ويل
زه مينه ناک څښتن له مينې جوړه کړې يمه
تا به ويل
زما زړګی د مينې کور دی
دنفرت شپه په کې نه تېرېږي
نو ګرانې!
دا يوه پوښتنه کوم
دا دومره وخت تېر شو
نه ليک
نه ټيلیفون
نه دې ايميل رالېږه
زه خو حيران يم
چې ستا زړه کې دا لوی غر د کرکې څنګه ځای شو..؟؟
06.12.2006
- janan
☺ سلامونه☺وخت درسره شته؟ ...
27.12.2006
- janan
کلی څه موده مخکې نه جنګ و، نه جګړه وه دا مو کلی، دا مو کور دا مو دېره وه شنه طوطیان وو ګرځېدو په چنارونو هسکو هسکو شنو درو کې به مو شپه وه
په دې پورې غره به ټوله ورځ باران ونڅېدل به یې لمنو کې ګلونهدسین منځ کې سپینې زاڼې ګرځېدلې پرې له پاسه اورېدل نه سره اورونه
هره ورځ به راپرېوتې ښاپېرۍ وېد چینې غاړه به ټوله رنګینه وهچا خوړل د چنار څانګو کې ټالونهچا به لاندې جوړه کړې ننداره وه...