کلی
څه موده مخکې نه جنګ و، نه جګړه وه
دا مو کلی، دا مو کور دا مو دېره وه
شنه طوطیان وو ګرځېدو په چنارونو
هسکو هسکو شنو درو کې به مو شپه وه



په دې پورې غره به ټوله ورځ باران و
نڅېدل به یې لمنو کې ګلونه
دسین منځ کې سپینې زاڼې ګرځېدلې
پرې له پاسه اورېدل نه سره اورونه

هره ورځ به راپرېوتې ښاپېرۍ وې
د چینې غاړه به ټوله رنګینه وه
چا خوړل د چنار څانګو کې ټالونه
چا به لاندې جوړه کړې ننداره وه

لږ څه وړاندې شنډه ونه پخوانۍ وه
په کې ځوړندې وې ځالې د مرغیو
خو ترې لاندې دبابا ټوخی ژوندی و
چا یې نوم اخیستی نه شو د بچیو

هغه پورې نړېدلی زیارت وینې
اوس یې نه ښکاري ګنبدو کې کوترې
انسانان وو خو بیا ستوري د اسمان شول
هره شپه به پر دوی شمعې بلېدلی

ددې کلي که خانان که ملنګان و
یو تر بله د زاړه چلم یاران و
په یو ډنګ د نغارې به سره غونډ شول
که به غږ د خوشالۍ که د خپګان و

دملا  او د سپینږیري پرې امین و
فیصله که د جومات که د حجرې وه
دننګ کار کې به یې وینې جوشولې
که ټپه د لوپټې که د شملې وه

ددې کلي که ملا و او که رند و
ژوند د سولې، سوکالۍ یې لوی ارمان و
تصور د بېلتانه چا سره نه و
ټول سکه بچي د یو افغانستان و