ستا د مجلس یاران به اوس هم وي ښه ډېر شمسزیه
خیر که زه نه یم محبت مې نه کړې هېر شمسزیه
زموږ کیسې اوس هم زړې نه دي هماغسې دی
څه ښه وختونه مو یو بل سره کړل تېر شمسزیه
»»»»»»»»»»»»»
راشه بیا به دا د ژوند شېبې نه وي
تل به مې د زړه جذبې تودې نه وی
څوک په ځان خبر چې سبا چېرې وي
ورځې ددې ښار بې حادثې نه وي
وخت به د ګناه راکړې خو زړه کې به
پاتې ګنهګارې حوصلې نه وي.
»»»»»»»»»»»»»»
اوس دومره ډېره اندېښنه مې دې دنیا ته نه شته
لکه چې ته وې اوس مې هغسې څوک خوا ته نه شته
زما به زړه کې ټوله شپه د درد ډیوه بلېږی
سپوږمۍ دې نه خېژي اړتیا بلې رڼا ته نه شته
په مینه خپل حسن ته وګوره نو بیا به پوی شې
چې په رښتیا دې پام دې خپلې ناروا ته نه شته
خپلو فکرونو په ما زړه د ځمکې تنګه کړله
داسې ماحول کې یم چې لاره یې هېچاته نه شته.
»»»»»»»»»»»»
مرگى خو حق دى دا اجل لږ څه بېوخته راغى
دا ستا پر ژوند يې سپېره پل لږ څه بې وخته راغى
ما وې شيندم پرې خپلې توري د گلپاڼو په څېر
لېونى باد دې په وربل لږ څه بېوخته راغى
زموږ د غرو رغو پښتۍ لا ټكور شوې نه وې
دا بل توپان دا بل غوبل لږ څه بې وخته راغى
ايله مې زړه كې ارمانونو پرانيستلې شونډې
ستا نوى غم په دې محل لږ څه بېوخته راغى
»»»»»»»»»»»»
ماته اوس خپل غمونه پاتې دي نور هېڅ هم نه شته
زړه کې مې بل اورونه پاتې دی نور هېڅ هم نه شته
د فاتحینو د ښار حال اوس د ژړا لایق دی
بس یو څو پوچ برجونه پاتې دي نور هېڅ هم نه شته
»»»»»»»
دادی لویو وړو غرونو کې ورکیږم
ستا یادونو ستا غمونو کې ورکېږم
لا مې هم د مینې حس زړه کې ژوندی دی
لا تر اوسه هم مخونو کې ورکېږم
وس مې نه شی چې د چا فکر بدل کړم
بس ایله خپلو فکرونو کې ورکېږم
»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه وطن خو همدا تا راته کنډر کنډر کړ
زړه دې یخ نه دی زړه دې نه دی چې اباد شی اوس هم
د ترنم غږ مې هوا سره تر ډېره لاړ شی
یوه ټپه خامخا وکړم چې رایاد شی اوس هم
ستا په بڼو مخه ښه څه ښکلې ډالۍ راکړې
یو نه یو بیت مې دغزل رانه فریاد شی اوس هم.
»»»»»»»»»»»»»»