janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
شــــعرونه (د شپې په غېږ کې)
داسې وطن دی دلته نه تښتي له دار وګړي
موږ خو په دې نیت نازول چې شي د کار وګړيخدایه اوس کوم لوري ته لاړ شي دا وزګار وګړيڅو کاله کېږي بلا وړي ترې ګلالي سرونهاو لا په ځان هم خبر نه دي ددې ښار وګړيپه دې مرګونو کړاوونو مو خوا یخه نه شوهلږ خو مې پرېږدی ظالمانو په کرار وګړيد یار په مینه کې یې پړي په لیمو ښکلويداسې وطن دی دلته نه تښتي له دار وګړيشرنګ د بنګړو مې له سندرو سره مل کړه ښکلیهراویښوو به په ټپو او یکه زار وګړيد مینې ښار کې موږ د کرکې لمبې چېرې ساتوکه رانه څنګ ته شي شمسزیه دا کفار
خود به دې ښاره څلور لارې لېوني ونیسي
لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونیسيخود به دې ښاره څلور لارې لېوني ونیسيپه څه به ورکړو نظر ماتی د مالت ښکلو تهخدایزده که بیا د کلي دښتې سپېلني ونیسيډکې غولانځې چې هوسۍ راوړي کبلیو ته بیاخدایه غر شین کړې چې لمنې یې پورګي ونیسيموږ نه پوهېږو چې دا څنګه او له کومې راځيخو هر ماښام مو فضا ساندې او زګیروي ونیسيسپرلی به هلته شي شمسزیه د خوښیو سپرلیچې د جانان ټټر لونګ ځونډي ځونډي ونیسي. ۸/۲/۱۳۷۹ لغمان
هغه مین د غزل سیوري ته پناه راوړله
نظر مې ستا د اوربل سیوري ته پناه راوړله دې لېوني د اجل سیوري ته پناه راوړله له ژونده ستړی په هر ګام تر میکدې راغلمهساقي ما ستا د محفل سیوري ته پناه راوړلهیو څوک د ژوند پر لاره وړاندې لاړو بېرته راغیدې ستړي هم د منزل سیوري ته پناه راوړلهزیاتي به صبر کوم ځان ته به دعا کومهنور مې ددغه مورچل سیوري ته پناه راوړلهګودر کې نجونو ویل هغه لېونی شاعر شوهغه مین د غزل سیوري ته پناه راوړله.
له لوړو غرو راپرېوځمه ښار ته هره ورځ
له لوړو غرو راپرېوځمه ښار ته هره ورځزړګی رسوم ستا د بڼو وار ته هره ورځمرګ پېژنم ددې وطن بېوزله شان مرغۍ یمروزي پسې په منډه ورځم دار ته هره ورځراکاږي مې په خدای د زمانې مجبوریتونهکه نه زړه رانه تښتي چې ځم کار ته هره ورځپه دې غواړي ماړه کړي جلوهلي هوسونهڅه خلک پورته ځي د غرونو ښکار ته هره ورځدمینې تش یو زیری دې پر شونډو را خور نه شودا څنګه ژبه جوړه کړې انکار ته هره ورځ
سخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشلی شي
مات شي او رغیږي په خپل سر لکه وختونه دي دا څه بلا ښکلي دي، دا څه نازکه زړونه ديپېغله شولې پېغله؛ اننګي دې سره ګلونه شولسترګې دې او شونډې دې سپرغۍ شیندې اورونه ديبیا مې بېګاه شپه ستا د ښایست بازار لوټ کړی دیزه یې لېونی کړم د ځوانۍ یاغي خوبونه ديسخت به دې وي زړه خو مینه کاڼي هم تراشلی شيوګوره د غره پر کاڼو څومره انځورونه ديراغلې په سندرو غرنۍ ویالۍ تر کلي بیاښکاري پسرلی شو پر ځنګلونو بارانونه ديوپییه سیپۍ په مرغلین تار کې شمسزیه ننژوند یو سمندر ، غم او ښ
دا خو ته سمه د ښایست رنګین بازار یې پېغلې
دا خو ته سمه د ښایست رنګین بازار یې پېغلېښکاري پرېوتې د سپوږمۍ له غاړې هار یې پېغلېد چا د اوښکو باران مسته کړه دا شاړه ځمکه چې ته یې کاڼو کې شنه شوې لاله زار یې پېغلېپر ګلابونو کله کله لمدې زلفې څنډه تنده یې وژنه تنکۍ پرخه د سهار یې پېغلېد زړه پر پاڼه مې پوره کړه خپل نیمګړی انځورپلو را پورته کړه همدومره مې په کار یې پېغلېزما پر مړاوي ژوند تازه رنګونه وغوړوهته د جنت له باغېچو وتې بهار یې پېغلې.
څه ماشومتوب و چې ثواب، وبال مې نه پېژنده
د سپرلي ګل وم د خزان شمال مې نه پېژندهما شپه او ورځ هم نه لیده زوال مې نه پېژندهد زمري خوی مې و ما غر او غرڅه خوب کې لیدلد لومې سوچ مې سر کې نه و جال مې نه پېژندهاوس چې ګام اخلمه یو ځل مخکې او وروسته ګورمڅه ماشومتوب و چې ثواب، وبال مې نه پېژندهدمور له مینې دې سرحد ته مینې راوستمهخو په نامه دمینې دا جنجال مې نه پېژندهلکه پښتون چې مې په نه څه ژوند تالا ترخه شوتوره مې پېژنده خو بل کمال مې نه پېژنده
ډال د غلیم مات شه چې دا توره یې بې وروره شي
ډال د غلیم مات شه چې دا توره یې بې وروره شيپرېږده چې زموږ په څېر بې زره او بې زوره شيخوب وینم یو څوک پر دغه قبر ډیوې بلې کړيتوغ پرې د سر شال کړي ځي ملنګه شي سر توره شيڅومره نښترونو او څېړیو کډه بارکړه ترېخود به زموږ غرونه بې ابشاره شي بې شوره شيستا دا ښکلې سترګې چې خوار خوار کله کاته کويسم لکه افغان چې کور یې لوټ شي او بې کوره شينور په کې ګلاب ګلاب ځوانۍ شمسزیه نه رېبویو ځلي که دغه پښتنه سیمه سمسوره شي. ۲۴/۱/۱۳۸۰ لغمان
کلی به وران وي او ساده وي خو چې زه یم په کې
هر څه ته شا کړه له هرڅه زما لپاره تېرشهدنیا فاني ده ددنیا له کاروباره تېرشهتږی ارمان مې په سینه کې درته لاره څاريیوه شېبه لکه باران پر دغه لاره تېرشه کلی به وران وي او ساده وي خو چې زه یم په کېبس دی راځه د پېښور له ښایسته ښاره تېرشه چې مې د زړه کلي ته غږ د امن نه راوليچې په کې درد ته سکون نه وي له سېتاره تېر شهبچي یې مار خوړلي ځاله یې توپان ورانه کړهمرغۍ د ښکار نه ده ښکاري له دغه کاره تېر شهتاته څه نه ښکاري رګ رګ کې دې جذبې ویښې ديشمسزیه ګوره
یارته حیران یمه چې دغه ماران څنګه ساتي
یار ته حیران یمه چې دغه ماران څنګه ساتيچې بې اودې په کې زړګې د جانان څنګه ساتيد یار جبین کې خو یو ستوری هم شپه نه تېرويدا تر سبا په مخ خالونه اسمان څنګه ساتيزما د ښار خلکو ته مه کړه د ماتم ګواښونهته به یې ګورې چې دا سیمه رحمان څنګه ساتيبیا ورته کړې په ګودر رقیب غلطه کیسهدا لېونۍ مینه ایمان په ګومان څنګه ساتينورو نېشو نه خو یې وژغوره ځواني په توبوشمسزی به اوس دا ستا له سترګو نه ځان څنګه ساتي۱/۶/۱۳۷۹ الینګار، لغمان
څه ستا شوه ساده ګي او څه زما خبرې سپینې
څه ستا شوه ساده ګي او څه زما خبرې سپینېد ستوري په څېر وځلید اوس راز زموږ دمینې تر خولې مې ځي راځی درته خو ژبه مې پرې نه اوړي راځه که مې په زړه کې د پوښتنو تصویر وینې لږ صبر چې غوټۍ د اننګیو خو دې ګل شيپه زړه کې مې سګروټې د هوس کړه پرتمینې ګریوان کې مې راټولې کړې د اوښکو مرغلرېکه ګوندې خدای په لاس راکړي دا ستا زلفې ورېښمینې راپاتې چې یې تشه افسانه شوه د یادونوشمسزیه چېرته ورکې شوې هغه شېبې زرینې. ۲/۸/۱۳۷۹ الینګار، لغما
یه انځور ګره وایه دا انځور به څنګه کاږې
یه انځور ګره وایه دا انځور به څنګه کاږېزه چې په کومه ورځ له کوره چېرې ووځمهمور مې اوبه راپسې وشیندي او وژاړي لږلاس په دعا وي دروازه کېتر هغې ولاړهچې یې له سترګو ښه پناه شمه دکلي په کوڅو کې ورک شماو انځورګره وایه دا تصویر به چېرې موممډېره موده پس چې د خپل کور دروازې ته ورشمخور مې له ډېرې خوښۍ چیغه کړياو منډې وهيله خندا شنه وي تکه شنه وي راترغاړې وځيد مور په سترګو کې مې داسې خوښي وځلېږيچې یې ښکلا ته شي تر ډېرهزما ژبه ب
یو لیک
مات شولو مات شو زړه مې مات شو اشناد ځوانۍ عمر لکه باد تېر شودا پسرلی لکه یوې ښکلې نجلۍزما له سترګو لکه یاد تېر شو اوس مې ژوندون لکه دغره په شانېبې ښو او بدو پر اوږو بار دیله ځانه تېښتې ته مې زړه شوی دیخو دغه هم د لېونو کار دی ستا د ښکلا فلسفه اوس هم وایمخو بس له ځانه په کې نه ورکېږمد ښکلو نجونو ګودر اوس هم نیسمخو د بنګړو له شرنګه نه ویرېږم پرون دې خړ تصویر ته ګونګ ولاړ ومما دې په سترګو کې ګوهر لټاوهچې زما زړه ته به یې
اوس هم په باد مين يم
زه لا هماغسې يم اوس هم په باد مين يماوس هم تمام اوړى په بام ويدېږماوس هم د پلار په زنگېدلي کټ کې ټوله شپه اسمان سره خبرې کومزه لا هماغسې تمامه شپه له ستورو سره مينه کومزه لا هماغسې د ستورو په مرگ چيغې وهمکړيکې کومځان سره ټوله شپه تيارو ته بدې ردې وايمڅه عجيبه سړى يمزه مې د مور دروغ رښتيا خپلو کوچنيو ماشومانو ته ميراث کې پرېږدمبس چې ماښام شينو د خپلې مور يوه يوه کيسه راواخلم
غزل
سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتيلپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتيجانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکومسترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتيزړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دىلږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتيدجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کالمياشت کې يو ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتيمړوند په سترگو باندې کېږدي چې حال ونه واييماته راگوري په خندا شي رانه بېرته تښتي.
غزل
جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخاندمه تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه دشپې شبنم غوندې اورېږم پر گلونو باندېسهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمهچې ماته گوري لږ موسکۍ شي سترگې مړې واړويزړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمهزموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکويله ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمهاوس درته لاس غزوم اوس د رحم سوال کومهله مجبورۍ دې هرقاتل اد
کلی هماغسې دی
ارواښاد اسحق ننګیال ته! کلی هماغسې دی دادی کلونه پس دې بیا د وره ترڅنګ تېرېږمزړه جونګړه کې دې لا هم څراغ نه بلېږيتر اوسه هم ټیک پر وربل سپوږمۍ را وتې نه دهډېره موده شوه د سبا هنداره نه ځلېږي لادې هم چم ته زولنې د اندېښنو پرتې ديلا هم بزګر په خو
غزل
د لوړو غرو د غېږې لمره را ترغاړې وځهد رڼا تږی یم سحره را تر غاړې وځه زما د مينې په ښار هم د اور سيلۍ خوره دهته هم ډوبېږې مازديګره را ترغاړې وځه بېګاه مې درسته شپه په خوب کې ژېړې پاڼې لېدېپه ژوند باور نه شته دلبره را ترغاړې وځه په پخوانو پلونو د مينې ښاپېرۍ پسې ځممسته ملنګه زوروره را تر غاړې وځه د بېلتانه عمر ته ګوره دومره مينه راکړهشمسزيه ياره د زړه سره را تر غاړې وځه.
غزل
پر کلي کله کله باد او باران يو ځای راشيلکه مين ته چې غماز او جانان يوځای راشی څه ښه تصوير جوړ کړي چې لاس کله در وغځومستا ښکلو سترګو ته موسکا او خپګان يو ځای راشي د انتظار تنده مې هېڅ مازيګر ماته نه کړهپه ما دغره په څېر سپرلی او خزان يو ځای راشي ښکاري لا هم پر موږ د تورو تيارو زړه يخ نه دیچې مو جونګړې ته برېښنا او توپان يوځای راشي خدای خبر ستا به وي رښتيا او که ددروغو غوسهخو د شمسزي زړه ته يقين او ګومان يوځای راشي