مات شولو مات شو زړه مې مات شو اشنا
د ځوانۍ عمر لکه باد تېر شو
دا پسرلی لکه یوې ښکلې نجلۍ
زما له سترګو لکه یاد تېر شو

اوس مې ژوندون لکه دغره په شانې
بې ښو او بدو پر اوږو بار دی
له ځانه تېښتې ته مې زړه شوی دی
خو دغه هم د لېونو کار دی

ستا د ښکلا فلسفه اوس هم وایم
خو بس له ځانه په کې نه ورکېږم
د ښکلو نجونو ګودر اوس هم نیسم
خو د بنګړو له شرنګه نه ویرېږم


پرون دې خړ تصویر ته ګونګ ولاړ وم
ما دې په سترګو کې ګوهر لټاوه
چې زما زړه ته به یې لاره وکړه
ما یې جادو ما یې اثر لټاوه

خو ګرانې! نه پوهېږم څنګه چل دی
سترګو دې هغه بغاوت ونه کړ
چې په سینه کې ورته وترپېږي
زړه مې پخوا غوندې جرﺉت  ونه کړ

نو لنډه دا له ژوند ستړی یمه
د زړه کتاب چاته سپړلی نه شم
بېلتون مو منځ کې لکه غر ولاړ دی
دتقدیر کرښې بدلولی نه شم.