شعرونه
نظم
له افغانستان سره وير چې په نړۍ کې په فساد ککړ دويم هېواد وپېژندل شو ! نه يې مينه نه يې ژوند شوې نه يې ځان شوې لاړې هسې پښتنو باندې تاوان شوې دا منم چې په خپل شتون ښه پښېمان شوې چاته زړه چاته سپرلى چاته خزان شوې +++++++++ته د خپلو بچو غم په ملا وهلى خو يې خپلو بچو سم په ملا وهلى ګاونډيانو خو يې هم په ملا وهلى څه حالاتو څه تورتم په ملا وهلى ++++++++++ګلپرسته ماشومان دې لېوني دي شته په واک کې واکد
غزل /بختیار ساحل
غزل بختیار ساحل ایینه په منځ کې ماته راته ښکاري دادنیا داسې میراته راته ښکاري زه چې مینې ، مینې ژوند ته ور روان یمدانو ستا له خراباته راته ښکارینه زاهده : مونږ په مینه کې زمریان یوستا جذبه خو تر جماته راته ښکاريله خدایې نه دې قربان شم لویه خدایهخو نړۍ دې بې ثباته راته ښکاريدې خولګۍ کې خو ساحله ، مزه نه وهداخولګۍ خو دخیراته را
غزل / طایرځلاند
غزل طایرځلاند کاینات واړه ،یاره ستا په انتساب ښکلی شيتاته چې دریې کړم نو هله ګل ګلاب ښکلی شي چې دلونګو خوشبو نه لري . وي تور په لوګونو دغه ښار به اشنا بیا په کوم حساب ښکلی شی خدای شته دتا دسترګو نور وي معجزه ، که بل څهکله ناکله رقیب هم لکه ثواب ښکلی شي چې دلمرونو سره ساتي تړون ژوند اوموميګنې تور کاڼی وي خو لمر باندې مهتا
غزل/انعام الله ګوهر
غزل د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې
شغلې/ازاد شعر
شغلې.... زرګونه کاله وړاندې چې کاینات ګرده تیاره،تیاره و په دغه وخت کې خدای پاک د مینې لمر
ګرانې.........
له تا بغېر مې زهرجنې د ژوند شپې دي ګرانې رانه تاو شوې د غمونو دایرې دي ګرانې که یو زړه،زړونه مو یو بل ته نژدې دي ګرانې تر منځ مو اوه سمندرونه فاصلې دي ګرانې هغه د خدای نور و چې غرونه یې رېزه رېزه کړل او دا چې زړونه نړوي،د ستا شغلې دي ګرانې ته چې ترې ووتې د زړه کور مې خالي ولاړ دی نورې قلف شوې د دې وران کور دروازې دي ګرانې زه پخپل ذات کې په یو بل رقم عذاب اخته یم بس فریادونه دي،غوغا ده او نارې دي ګرانې
غزل/انعام الله ګوهر
هېري یې کړه ټولي وعدې،مه ژاړه مه ژاړه،زړه ! تېري کیسې مه ژاړه راز به مو ښکاره شي په ټول کلي کي خلک به دې واوري نارې،مه ژاړه اوس به مې بیدار شي،زړندوکی زړه سترګې دې راپورته که ! اې ! مه ژاړه دا ګرمې اوبه به دې خراب کړي مخ اوري دې له سترګو شغلې،مه ژاړه نه کوي په غوړ لوښي اثر اوبه نوره کړه بلا ورپسې،مه ژاړه دا چې یار ستا نه شو،په دا وژاړه دا چې یار دې نشته،په دې مه ژاړه نور خلک دې وایستل له خ
غزل/انعام الله ګوهر
ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې زه لکه روښان
غزل/انعام الله ګوهر
خدای خبر چې مې په څه خوږیږي زړه څه خو شته ،بې څه خو نه خوږیږي زړه ستا له ډېرو ستمونو ،جفاګانو اوس مې خپله ،پخپل زړه خوږیږي زړه
غزل/انعام الله ګوهر
زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی بار مې په اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه پرو
نور دې نه یادوم
نور دې نه یادوم زما لومړۍ شعري ټولګه ده چې دوه وارې د پښتو ادبي غورځنګ
شعر په غږ کې
چې ماښام شي .......ازاد نظم شاعر : نوراجان بهیر غږ : محمد یاسین یاسین
زه او تـــــــــــه/آزاد شعر
زه او ته ـــــــــــ موږ که خفه یو نو خفه دې یو بس مونږ که غصه یو نو غصه دې
غزل // انعام الله ګوهر
دومره دا دنیا مه تنګوه ځان ته یاره ! خوښي خپله ورکوه ځان ته حال مې دومره بد دی ستا په مینه کې کله کله خپله شم خفه ځان ته
غزل // انعام الله ګوهر
ګوهره ! له اوبو نه هم پرېمانه شوله وینه په مځکه د پښتون څومره ارزانه شوله ،وینه چې کله به قدرت زموږ په حال باندې رحمیږي له سترګو نه مو دا دې را روانه شوله ،وین
غزل // انعام الله ګوهر
جانان له ما دی پرېشان زه له جانان، پرېشان عجبه نه ده چې خپل ځان وي له خپل ځان پرېشان بس چې ماښام شي نو په ما هم شي خوره تنهایي لکه د شپې له خوا چې ستا وي ،تور
غزل // انعام الله ګوهر
غزل ــــــــ کومه زه له یو سهار تر بل سهار انتظار عمر مې تېر شو د یو چا په انتظار ،انتظار
غزل // انعام الله ګوهر
غزلد چا د یاد له وجې نه لرم خبر له ځانه زه نا خبر له ځانه، ګرځم مرور له ځانه د خیال کوڅو کې سرګردانه ګرځېدم درپسېپرون په تاپسې راوتی وم بهر له ځانه نور د دنیا کاروبار پاتې دی له ما ملګرواوس مې جوړ کړی د غمونو سوداګر له ځانه دا به زما خپله کمي وي چې د ځان مې نه کړېپه دې خبره مې نفرت کیږی اکثر له ځانه هغه تر اوسه لا سرلوړي او ژوندي پاتې ديچې څوک په مینه کې تېر شوي له خپل سر ،له ځانهګوهر راوباسه د باندې له صدفه د زړهګو
غزل // انعام الله ګوهر
تېره ورځ ډېري اوازې وې چې سبا قیامت دی،موږ یقین لرو چې هغه څه چې نبی علیه السلام ورته اشاره کړې چې د قیامت نه وړاندې به کیږي،ونه شي نو بې غمه یو چې قیامت ته وخت شته لا.....بس په دې خوشالۍ کې مو یو غزل ولیکه. ......... غزل دا چې په هر کور کې ژړا ده ،په هر چا قیامت دی قیامت نور څنګه وي سړیه ! خو همدا قیامت دی غاړه دې بنده که به ټینګه غېږه نه راکوې هسې هم ډېري اوازې دي چې سبا قیامت دی
غزل // انعام الله ګوهر
غزل جانانه راشه ستا راتګ ته په سلګو دی ارمان زما په زړه کې زیاتې نور په ختمېدو دی ارمان یو خو زما والله د ستا ښکلې مسکا خوښه ده
غزل//انعام الله ګوهر
غزل د زړه په دښت کې مې پراته دي لور په لور غمونه جانانه بس دی زیاتې مه راکوه نور غمونه ستا له جفا نه پس مې هره طریقه وکړله
غزل // انعام الله ګوهر
غزلد ژوندانه په هره لار او هر سفر ملګريخدایه ژوندي لرې زما ټول مسافر ملګريچې کله ورک شمه د غم په تکه توره شپه کېله یوې خوا خدای راپيدا کړي لکه لمر ملګريپه پردیسۍ کې راته درې شیان ډېر زیات یادیږيهغه ساده غوندې جینۍ،د چم ګودر،ملګريد خپل قاتل او خپل دښمن سره هم مینه کومپه دې خبره وي له مانه مرور ملګريژوند به زما و ډېر بې مالګې او بې خونده غوندېکه چېرته نه
د ارواښاد سعید ګوهر ښآیسته غزل
د باندې روغ د ننه ټول زخمي زخمي یو،شــــــاید لوبه دمرګ خو مونږ تر اوسه لا ژوندي یو ،شاید په مسلسل خزان کې هم خازه خازه نه یو مونږ تازه،تازه په انتظار کې د سپرلي یو ،شاید
د ارواښاد سعید ګوهر ښایسته غزل
امید،یادونه،اندېښنې،غمونه،مینه،ځوانيد چا په هجر زړومه،نازنینه ځوانيزیاتي خو شپې پوره کول دي،تېرول دي د ژوندنه تلوسه،نه انتظار،نه تازګي نه ځوانيستا د وجود په حرارت ،ستا د څهرې په افتابڅه به کوم که مې اوبه نه شوه واورینه ځوانيکاشکي یو ځای وای د قسمت په لویه بډه شپه کېکهکشان اوښکې زما ګلې ! ستا سپوږمینه ځوانيزه وس کومه چې مې هېر شې خو هېریږې چې نهتر شیدو سپینه څهره ستا،تر ګل حسینه ځوانيګوهره ! فکر