شعرونه


غزل \ احمد بختيار ساحل

  يار راته زما په زړه يوه خبره نه کوي زه يې چې په تمه يم هغه خبره نه کوي زه چې خپل ياران د آيينې په څېر شفاف ګڼم ماته ياران ولې پښتنه خبره نه کوي ځار شمه د خپل کلي درانه مشران چې ګورمه سر يې که په دار هم شي کږه خبره نه کوي ته ورته د خپلې ښکلا دومره صفت مه کوه مانه بغير دغه آيينه خبره نه کوي<

08.11.2010 – احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

  داڅو اوښکې دي ګرېوانه دادې تاسره يادګار ويدا مې درکړې له خپګانه دادې تاسره يادګار وي څو سپېڅلي شهيدان مې درته پرېښودل په غېږ کېډک له ننګ افغانستانه دادې تاسره يادګار ويځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېږدهزه چې مړ شومه جانانه دادې تاسره يادګار ويڅو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نه شيزړه مې تور دى له هر چانه دادې تاسره يادګار وي څو غزلې څو سندرې خوار ( ساحل) درته ليکلي

07.11.2010 – احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

ګل په ګوتو کې اغزي په لاس کې مه وړه ماته وايي ! چې زړګي په لاس کې مه وړه اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده !خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي مړه شې ، مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه چې د خپلې مينې نښه دلته نه ږدې !زموږ ژوند او پسرلي په لاس کې مه وړه نه ، ساحله ! چې د ښکلو ناز دې نه زده ! بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه

07.11.2010 – احمد بختيارساحل

غزل \ احمد بختيار ساحل

يو غزل او يو سلام د  مينې نښهد هر ښکلي احترام د مينې نښه د بل غم سره د اوښکولارې لارې په ګلونو باندې پام د مينې نښهپه کوڅه کې يو هلک د ونې شاته او جينۍ ناسته په بام د مينې نښهد مشرانو د خبرو اورېدنه د ماشوم په خوله پيغام د مينې نښه ته دې خپل ياران ګرم مه بوله ساحله !ستا غزل سره ناکام د مينې نښه ٢٠١٠ _ ٦ _ ٢١ کليد راډيو

06.11.2010 – احمد بختيارساحل

نوى غزل \ احمد بختيار ساحل

د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي ٢٠١٠ _ ١١ _ ٤ کليد راډيو

04.11.2010 – احمد بختيارساحل

نظم

له افغانستان سره وير  چې په نړۍ کې په فساد ککړ دويم هېواد وپېژندل شو ! نه يې مينه نه يې ژوند شوې نه يې ځان شوې لاړې هسې پښتنو باندې تاوان شوې دا منم چې په خپل شتون ښه پښېمان شوې چاته زړه چاته سپرلى چاته خزان شوې +++++++++ته د خپلو بچو غم په ملا وهلى خو يې خپلو بچو سم په ملا وهلى ګاونډيانو خو يې هم په ملا وهلى څه حالاتو څه تورتم په ملا وهلى ++++++++++ګلپرسته ماشومان دې لېوني دي شته په واک کې واکد

04.11.2010 – احمد بختيارساحل

غزل /بختیار ساحل

  غزل بختیار ساحل  ایینه په منځ کې ماته راته ښکاري دادنیا داسې میراته راته ښکاري زه چې مینې ، مینې ژوند ته ور روان یمدانو ستا له خراباته راته ښکارینه زاهده : مونږ په مینه کې زمریان یوستا جذبه خو تر جماته راته ښکاريله خدایې نه دې قربان شم لویه خدایهخو نړۍ دې بې ثباته راته ښکاريدې خولګۍ کې خو ساحله ، مزه نه وهداخولګۍ خو دخیراته را

03.11.2010 – احمد بختيارساحل

غزل / طایرځلاند

غزل طایرځلاند کاینات واړه ،یاره ستا په انتساب ښکلی شيتاته چې دریې کړم نو هله ګل ګلاب ښکلی شي چې دلونګو خوشبو نه لري . وي تور په لوګونو دغه ښار به اشنا بیا په کوم حساب ښکلی شی خدای شته دتا دسترګو نور وي معجزه ، که بل څهکله ناکله رقیب هم لکه ثواب ښکلی شي چې دلمرونو سره ساتي تړون ژوند اوموميګنې تور کاڼی وي خو لمر باندې مهتا

03.11.2010 – احمد بختيارساحل

دانعام الله ګوهر شعر په ویډیو کي

15.10.2010 – عبدالرحیم هلال

غزل/انعام الله ګوهر

غزل د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې

23.04.2014 – انعام الله ګوهر

شغلې/ازاد شعر

  شغلې....   زرګونه کاله وړاندې چې کاینات ګرده تیاره،تیاره و په دغه وخت کې خدای پاک د مینې لمر

12.04.2014 – انعام الله ګوهر

ګرانې.........

له تا بغېر مې زهرجنې د ژوند شپې دي ګرانې رانه تاو شوې د غمونو دایرې دي ګرانې که یو زړه،زړونه مو یو بل ته نژدې دي ګرانې تر منځ مو اوه سمندرونه فاصلې دي ګرانې هغه د خدای نور و چې غرونه یې رېزه رېزه کړل او دا چې زړونه نړوي،د ستا شغلې دي ګرانې ته چې ترې ووتې د زړه کور مې خالي ولاړ دی نورې قلف شوې د دې وران کور دروازې دي ګرانې زه پخپل ذات کې په یو بل رقم عذاب اخته یم بس فریادونه دي،غوغا ده او نارې دي ګرانې

23.02.2014 – انعام الله ګوهر

غزل/انعام الله ګوهر

هېري یې کړه ټولي وعدې،مه ژاړه مه ژاړه،زړه ! تېري کیسې مه ژاړه راز به مو ښکاره شي په ټول کلي کي خلک به دې واوري نارې،مه ژاړه اوس به مې بیدار شي،زړندوکی زړه سترګې دې راپورته که ! اې ! مه ژاړه دا ګرمې اوبه به دې خراب کړي مخ اوري دې له سترګو شغلې،مه ژاړه نه کوي په غوړ لوښي اثر اوبه نوره کړه بلا ورپسې،مه ژاړه دا چې یار ستا نه شو،په دا وژاړه دا چې یار دې نشته،په دې مه ژاړه نور خلک دې وایستل له خ

23.02.2014 – انعام الله ګوهر

غزل/انعام الله ګوهر

ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې زه لکه روښان

29.01.2014 – انعام الله ګوهر

غزل/انعام الله ګوهر

خدای خبر چې مې په څه خوږیږي زړه څه خو شته ،بې څه خو نه خوږیږي زړه ستا له ډېرو ستمونو ،جفاګانو اوس مې خپله ،پخپل زړه خوږیږي زړه

22.12.2013 – انعام الله ګوهر

غزل/انعام الله ګوهر

زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی بار مې په  اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه پرو

05.12.2013 – انعام الله ګوهر

نور دې نه یادوم

نور دې نه یادوم  زما لومړۍ شعري ټولګه ده چې دوه وارې د پښتو ادبي غورځنګ

08.10.2013 – انعام الله ګوهر

شعر په غږ کې

چې ماښام شي .......ازاد نظم شاعر : نوراجان بهیر غږ : محمد یاسین یاسین    

02.08.2013 – انعام الله ګوهر

زه او تـــــــــــه/آزاد شعر

زه او ته ـــــــــــ موږ که خفه یو نو خفه دې یو بس مونږ که غصه یو نو غصه دې

07.02.2013 – انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

دومره دا دنیا مه تنګوه ځان ته یاره ! خوښي خپله ورکوه ځان ته حال مې دومره بد دی ستا په مینه کې کله کله خپله شم خفه ځان ته

22.01.2013 – انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

ګوهره ! له اوبو نه هم پرېمانه شوله وینه په مځکه د پښتون څومره ارزانه شوله ،وینه چې کله به قدرت زموږ په حال باندې رحمیږي له سترګو نه مو دا دې را روانه شوله ،وین

17.01.2013 – انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

جانان له ما دی پرېشان زه له جانان، پرېشان عجبه نه ده چې خپل ځان وي له خپل ځان پرېشان بس چې ماښام شي نو په ما هم شي خوره تنهایي لکه د شپې له خوا چې ستا وي ،تور

17.01.2013 – انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

غزل ــــــــ کومه زه له یو سهار تر بل سهار انتظار عمر مې تېر شو د یو چا په انتظار ،انتظار

12.01.2013 – انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

غزلد چا د یاد له وجې نه لرم خبر له ځانه زه نا خبر له ځانه، ګرځم مرور له ځانه د خیال کوڅو کې سرګردانه ګرځېدم درپسېپرون په تاپسې راوتی وم بهر له ځانه نور د دنیا کاروبار پاتې دی له ما ملګرواوس مې جوړ کړی د غمونو سوداګر له ځانه دا به زما خپله کمي وي چې د ځان مې نه کړېپه دې خبره مې نفرت کیږی اکثر له ځانه هغه تر اوسه لا سرلوړي او ژوندي پاتې ديچې څوک په مینه کې تېر شوي له خپل سر ،له ځانهګوهر راوباسه د باندې له صدفه د زړهګو

26.12.2012 – انعام الله ګوهر

غزل // انعام الله ګوهر

تېره ورځ ډېري اوازې وې چې سبا قیامت دی،موږ یقین لرو چې هغه څه چې نبی علیه السلام ورته اشاره کړې چې د قیامت نه وړاندې به کیږي،ونه شي نو بې غمه یو چې قیامت ته وخت شته لا.....بس په دې خوشالۍ کې مو یو غزل ولیکه. ......... غزل دا چې په هر کور کې ژړا ده ،په هر چا قیامت دی قیامت نور څنګه وي سړیه ! خو همدا قیامت دی غاړه دې بنده که به ټینګه غېږه نه راکوې هسې هم ډېري اوازې دي چې سبا قیامت دی

22.12.2012 – انعام الله ګوهر

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more