له افغانستان سره وير  چې په نړۍ کې په فساد ککړ دويم هېواد وپېژندل شو !

نه يې مينه نه يې ژوند شوې نه يې ځان شوې
لاړې هسې پښتنو باندې تاوان شوې
دا منم چې په خپل شتون ښه پښېمان شوې
چاته زړه چاته سپرلى چاته خزان شوې
+++++++++
ته د خپلو بچو غم په ملا وهلى
خو يې خپلو بچو سم په ملا وهلى
ګاونډيانو خو يې هم په ملا وهلى
څه حالاتو څه تورتم په ملا وهلى
++++++++++
ګلپرسته ماشومان دې لېوني دي
شته په واک کې واکداران دې لېوني دي
غرني دي طالبان دې لېوني دي
باور وکه هوښياران دې لېوني
+++++++++++++

ستا د هرې ارادې ارمان مړ شوى

د پښتون او پښتنې ارمان مړ شوى

څوک به وکړي کارنامې ارمان مړ شوى

درنه وځي آيينې ارمان مړ شوى

+++++++++++

ګلابونه دې پردي وړي لېونيه !

هر پردى درنه غمي وړي لېونيه !

ځيني ورونه دې سپرلي وړي لېونيه !

له ميينو دې زړګي وړي لېونيه !

++++++++++++

اوس د تورې د خرپا درکې څوک نشته

ورته خانده د ژړا درکې څوک نشته

ګناهګاره دي ملا درکې څوک نشته

پاچايان دي يو پاچا درکې څوک نشته

++++++++++++++

دا چې کوم سړي منبع او س د فساد کړې

ته دا ومنه همدې خلکو برباد کړې

د نړۍ په ترهګرو کې يې ياد کړې

خو بچو دې هم تورمخى او ناښاد کړې

+++++++++++++++

هر سړى وايي چې زړه افغانستان دى

( له کشمېره راته ښه افغانستان دى )

زموږ سترګې او باڼه افغانستان دى

حقيقت دادى ! چې نه افغانستان دى

++++++++++++

ستا په زړه باندې داغونه به همېش وي

له اسمانه تندرونه په همېش وي

په سينه باندې اورونه به همېش وي

خرڅوي به دې مرګونه به همېش وي

+++++++++++

بس د خداى د حفاظت اميد دې ساته

ځانته ژاړه د رحمت اميد دې ساته

په ټول ژوندد انسانيت اميد دې ساته

له بچو سره دنيت اميد دې ساته

٢٠١٠ _ ١٠ _ ٢٧

کليد راډيو جلال اباد