لکه ګل ، لکه لېمه ، لکه اوبه

 راتوييږي مې په زړه لکه اوبه

 اوس د سرو وينو چينې له ځمکې اوځي

اوس نو نشته  دى اوبه ، لکه اوبه

 کليوالو ښايستونو ته لوګى شم

ښکلي ، ښکلي دي راڼه لکه اوبه

 د غريبو مينو غم ورسره نشته

 زورور دې شي ساړه ، لکه اوبه

دوه ښکلاوې دي ساحل به په کې مړ شي

 يو دې مينه او بل ته لکه اوبه