غزل

بختیار ساحل

 ایینه په منځ کې ماته راته ښکاري
دادنیا داسې میراته راته ښکاري

زه چې مینې ، مینې ژوند ته ور روان یم
دانو ستا له خراباته راته ښکاری

نه زاهده : مونږ په مینه کې زمریان یو
ستا جذبه خو تر جماته راته ښکاري

له خدایې نه دې قربان شم لویه خدایه
خو نړۍ دې بې ثباته راته ښکاري

دې خولګۍ کې خو ساحله ، مزه نه وه
داخولګۍ خو دخیراته راته ښکاري

ستا جذبه خو تر جوماته راته ښکاري
له خدايۍ نه دې قربان شمه خاونده !
خو ، نړۍ دې بې ثباته راته ښکاري 

دې خولګۍ کې خو ساحله ، مزه نه وه
داخولګۍ خو دخیراته راته ښکاري