زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی
بار مې په اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی
دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي
نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی
مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه
پروت مې په څېره باندې غبار د ارمانونو دی
دا د محرومۍ انتها نه ده نو بـيا څه دي يار !؟
ورک رانه په مينه کې اوس شمار د ارمانونو دی
وروسته مې له مرګه هم په قبر باندې وليکئ !
دا دګوهر نه دی ،دا مزار د ارمانونو دی
انعام الله ګوهر