خدای خبر چې مې په څه خوږیږي زړه
څه خو شته ،بې څه خو نه خوږیږي زړه
ستا له ډېرو ستمونو ،جفاګانو
اوس مې خپله ،پخپل زړه خوږیږي زړه
سترګې هم د محبت ازار نیولې
اوښکي درومي له لېمه،خوږیږي زړه
ارمانونه نیمه خوا شي ،سړی مات شي
ارمانونه چې شي مړه ،خوږیږي زړه
څنګه اوکړم راته ووایئ،ملګرو !
چې دیار راباندې وخوږیږي زړه
05.12.2013
- انعام الله ګوهر
زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی
بار مې په اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی
دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي
نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی
مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه
پرو...
29.01.2014
- انعام الله ګوهر
ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم
څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم
نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول
یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم
ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې
زه لکه روښان...