ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم

څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم

نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول

یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم

ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې

زه لکه روښانه شمه بیا هوا ته پاته شوم

هر چا دې د حسن له شغلو خوندونه واخیستل

زه خوار د کوم خوار د کار په څېر سبا ته پاته شوم

ټول یاران مې غلي غلي تېر شول،ځان یې وویستو

زه یکې تنها د وخت خوني بلا ته پاته شوم

نور خو مې هر څه له لاسه ووتل په مینه کې

تش په ځان خندا او ابدي ژړا ته پاته شوم