هېري یې کړه ټولي وعدې،مه ژاړه
مه ژاړه،زړه ! تېري کیسې مه ژاړه
راز به مو ښکاره شي په ټول کلي کي
خلک به دې واوري نارې،مه ژاړه
اوس به مې بیدار شي،زړندوکی زړه
سترګې دې راپورته که ! اې ! مه ژاړه
دا ګرمې اوبه به دې خراب کړي مخ
اوري دې له سترګو شغلې،مه ژاړه
نه کوي په غوړ لوښي اثر اوبه
نوره کړه بلا ورپسې،مه ژاړه
دا چې یار ستا نه شو،په دا وژاړه
دا چې یار دې نشته،په دې مه ژاړه
نور خلک دې وایستل له خوبه ټول
مه ژاړه ګوهره د شپې مه ژاړه