له تا بغېر مې زهرجنې د ژوند شپې دي ګرانې
رانه تاو شوې د غمونو دایرې دي ګرانې
که یو زړه،زړونه مو یو بل ته نژدې دي ګرانې
تر منځ مو اوه سمندرونه فاصلې دي ګرانې
هغه د خدای نور و چې غرونه یې رېزه رېزه کړل
او دا چې زړونه نړوي،د ستا شغلې دي ګرانې
ته چې ترې ووتې د زړه کور مې خالي ولاړ دی
نورې قلف شوې د دې وران کور دروازې دي ګرانې
زه پخپل ذات کې په یو بل رقم عذاب اخته یم
بس فریادونه دي،غوغا ده او نارې دي ګرانې
هغه ځای څه و ! ها چې موږ دواړو به لوبې کړلې
هغه اوس دروند دی ،هلته ټولې هدیرې دي ګرانې
په المارۍ کې مې اوس هم ستا د خوږو لاسونو
یو وچ ګلاب دی یو څو نورې نشانې دي ګرانې
تل تر ناوخته پورې ستا په یاد کې ساندې لیکم
وینې ! وروګوره ! د هر چا ډیوې مړې دي ګرانې
صفا خبره ده چې ته نه یې، خوند نه راکوي
کنه هغه چم،هغه خلک او کوڅې دي ګرانې
ته خو خبره یې چې څه لیکم، له درده لیکم
بس خلک وایې چې شعرونه دي نغمې دي،ګرانې
هغه ګوهر دې پېژانده ! اوس لېونی دی غریب
نور به څه ووایم،بس دغسې کیسې دي ګرانې
شعرونه