07.11.2010
- احمد بختيارساحل
ګل په ګوتو کې اغزي په لاس کې مه وړه ماته وايي ! چې زړګي په لاس کې مه وړه اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده !خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي مړه شې ، مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه چې د خپلې مينې نښه دلته نه ږدې !زموږ ژوند او پسرلي په لاس کې مه وړه نه ، ساحله ! چې د ښکلو ناز دې نه زده ! بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه...
08.11.2010
- احمد بختيارساحل
يار راته زما په زړه يوه خبره نه کوي
زه يې چې په تمه يم هغه خبره نه کوي
زه چې خپل ياران د آيينې په څېر شفاف ګڼم
ماته ياران ولې پښتنه خبره نه کوي
ځار شمه د خپل کلي درانه مشران چې ګورمه
سر يې که په دار هم شي کږه خبره نه کوي
ته ورته د خپلې ښکلا دومره صفت مه کوه
مانه بغير دغه آيينه خبره نه کوي...