ګل په ګوتو کې اغزي په لاس کې مه وړه
ماته وايي ! چې زړګي په لاس کې مه وړه
اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده !
خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه
له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي
مړه شې ، مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه
چې د خپلې مينې نښه دلته نه ږدې !
زموږ ژوند او پسرلي په لاس کې مه وړه
نه ، ساحله ! چې د ښکلو ناز دې نه زده !
بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه