درنو ملګرو تاسو ټولو ته سلامونه اونېکې هيلې !
بايد چې له شېرزاد کاموال صيب څخه غرونه غرونه مننه وشي چې دومره ملګري سره راټول کړي دي او ټولو ته يې دا زمينه مساعده کړې ده ترڅو خپله شخصي او ذهني پانګه په داسې يو ځاى کې خوندي کړي چې هروخت يې بېرته د رااخستلو توان او اجازه لري واقعا د د کاموال صيب يو لوى خدمت دى او مونږ ته دې هم خداى تعالى دا توان راکړي چې هر کله او هر وخت دغې ځاى ته نوي او ښه مواد ور پورته کړو له تاسو ملګرو هم مننه او زه ستاسو يو نوى ملګرى احمد بختيار ساحل .
06.11.2010
- احمد بختيارساحل
يو غزل او يو سلام د مينې نښهد هر ښکلي احترام د مينې نښه
د بل غم سره د اوښکولارې لارې په ګلونو باندې پام د مينې نښهپه کوڅه کې يو هلک د ونې شاته او جينۍ ناسته په بام د مينې نښهد مشرانو د خبرو اورېدنه د ماشوم په خوله پيغام د مينې نښه ته دې خپل ياران ګرم مه بوله ساحله !ستا غزل سره ناکام د مينې نښه
٢٠١٠ _ ٦ _ ٢١ کليد راډيو...
07.11.2010
- احمد بختيارساحل
ګل په ګوتو کې اغزي په لاس کې مه وړه ماته وايي ! چې زړګي په لاس کې مه وړه اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده !خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي مړه شې ، مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه چې د خپلې مينې نښه دلته نه ږدې !زموږ ژوند او پسرلي په لاس کې مه وړه نه ، ساحله ! چې د ښکلو ناز دې نه زده ! بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه...