يو غزل او يو سلام د مينې نښه
د هر ښکلي احترام د مينې نښه
د بل غم سره د اوښکولارې لارې
په ګلونو باندې پام د مينې نښه
په کوڅه کې يو هلک د ونې شاته
او جينۍ ناسته په بام د مينې نښه
د مشرانو د خبرو اورېدنه
د ماشوم په خوله پيغام د مينې نښه
ته دې خپل ياران ګرم مه بوله ساحله !
ستا غزل سره ناکام د مينې نښه
٢٠١٠ _ ٦ _ ٢١ کليد راډيو
04.11.2010
- احمد بختيارساحل
د چا سترګې د چا زړه ورباندې سوځي اور چې بل وي پښتانه ورباندې سوځي ستا په سترګو کې دا څرنګه لمبې دي چې ور ګورمه باڼه ورباندې سوځي چې موزي کله له ښکلي سره ګورم خداى دې ووهي چې نه ورباندې سوځي ددې ښکلو عجيبه شانتې غړۍ دي چې ور وړاندې کړې چاړه ورباندې سوځي ددې خاورې د ساتلو هېڅوک نه شته ( ساحل ) ووژنئ چې ښه ورباندې سوځي
٢٠١٠ _ ١١ _ ٤
کليد راډيو...
06.11.2010
- احمد بختيارساحل
درنو ملګرو تاسو ټولو ته سلامونه اونېکې هيلې !
بايد چې له شېرزاد کاموال صيب څخه غرونه غرونه مننه وشي چې دومره ملګري سره راټول کړي دي او ټولو ته يې دا زمينه مساعده کړې ده ترڅو خپله شخصي او ذهني پانګه په داسې يو ځاى کې خوندي کړي چې هروخت يې بېرته د رااخستلو توان او اجازه لري واقعا د د کاموال صيب يو لوى خدمت دى او مونږ ته دې هم خداى تعالى دا توان راکړي چې هر کله او هر وخت دغې ځاى ته نوي او ښه مواد ور پورته کړو له تاسو ملګرو هم مننه او زه ستاسو يو نوى ملګرى احمد بختيار ساحل ....