يار راته زما په زړه يوه خبره نه کوي

زه يې چې په تمه يم هغه خبره نه کوي

زه چې خپل ياران د آيينې په څېر شفاف ګڼم

ماته ياران ولې پښتنه خبره نه کوي

ځار شمه د خپل کلي درانه مشران چې ګورمه

سر يې که په دار هم شي کږه خبره نه کوي

ته ورته د خپلې ښکلا دومره صفت مه کوه

مانه بغير دغه آيينه خبره نه کوي

ستا د غزليز مزل د لارې لاروى نه شوم

ستا په څېر ساحله ! زمانه خبره نه کوي