زه دجنت او ددوزخ په دراوزه کې یمه] }

نظم : طایرځلاند

څه موده پس زما دزړه په شاړه شوې لاره

یوچا راپیښه وکړه

زما دزړه په وران ګودر کې خاموشی خوره وه

دې ورته شور راوړه سندره راوړه

دلته سکڼی سکڼی ماښام وتروګمۍ غوندې وه

هغې زما په نوم دزړه تاخ کې ډیوه کیښوده

زه دګمان په جزیروکې وم ورک شوی له ځان

او هغې څیره دیقین دژوند له کوره راوړه

ترخو حالاتو وه هیرکړی رانه خوند دژوندون

دې مې دژوند دپاره نوې ذایقې راوړلې

ځکه زما دزړه په بنده لاره راغله زړه ته

خو اوس چې زه راژوندی شوی یم دژوند پاره

اوس مې چې بیا دفکر ونې نوې څانګې وکړې

اوس چې زه پوه شوم چې داژوند دچادپاره وی ژوند

نو هغې زه دمرګ او ژوند په داسې پوله باندې ودرولم

چې یوې خواته یې جنت دی بلې خوا ته دوزخ

زه ددې دوه کیفیتونو نه تیریږمه اوس

زه دجنت او ددوزخ په دراوزه کې یمه